زما پلار دروغجن نه ؤ، مین ؤ!

لیکوال: امین وردګ

ستړی ستومانه له مدرسې راغی، مور مې چای ورته دم کړ، په بېړه او تلوار یې و څښلو، بیا یې زما مور ته وویل: هغه پړی چېرې دی؟
مور مې : د دروازې شاته مې ایښی ، خو لومړی لږه دمه جوړه کړه، بیا به لاړ شې ؛ ستړی یې!
پلار مې وویل: نه! زما دمه به هلته جوړه شي، چې بچي مې چاته اړ و نه وینم.
له کوره و وت، پړی یې ورسره واخیست ، زه هم ورپسې و وتم او ورته ومې ویل: آغاجانه! غره ته ځې؟
– هو بچوڼیه! ولې؟
– زه هم درسره ځم؟
– په خوله یې مچو کړم او راته یې وویل: زوی مې! ته ستړی کېږې، زه بېرته راځم.
– نه آغاجانه! نه ستړی کېږم، زه خامخا درسره ځم.
– ښه راځه ګرانه چې نه درېږې ، تر لاس یې ونیولم او د غره خواته روان شوو.
زموږ کلي ته نږدې غر ؤ، زه او ګران پلار جان مې چې کله په دغه غره ختلو، نو هر ځل به یې راته ویل : زمنه ستړی شوې؟
– نه! نه یم ستړی آغاجانه، زه اوس غټ شوی یم او غره ته ختلای شم.
– ښه ګرانه، شکر چې الله راته غټ کړې، خو کاش چې غټ څوک هم درنه جوړ شي! زه هغه وخت سم پوه نشوم ځکه مې ورته وویل: چې ږیره مې را شنه شي؟
– هههه، هو زمنه، خو ټولو هغو کسانو ته غټ خلک نه ویل کیږي چې فقط ږیرې ولري، بلکې غټ خلک هغه دي؛ چې ټولنه په یوه سمه لاره روانه کړای شي، پوه شوې ګرانه؟
– ام… نه!
– ښه زوی مې! چې غټ شې بیا پوهېږې.
خو چې هره خبره به یې راته کوله، نو مسکی به ؤ او یو مخ به یې ماته کتل.
لڼډه دا چې؛ غره ته وختو او پلار جان مې خپل څادر راته څلور کته کړ او بیا یې ماته وویل: راشه زړګیه! ته دغې سیوری ته کېنه، زه به بوټي را ټول کړم ، بیا یې له جیب نه نخود او کشمیش را وایستل او ماته یې راکړل، زه هم لکه زوم د پلار جان په څادر کېناستلم، نو ټینګه غېږه یې راکړه او تخمیناً لس مچوګانې یې رانه واخیستې، بیا لاړو او د بوټیو په را ټولولو یې پیل وکړ.
بوټي یې چې راټول کړل، نو بیا زما څنګ ته راغی او له جیب نه یې کُلچه را و ایسته او ماته یې راکړه، بیا یې د اوبو پتکی را واخیست او وچه ډوډۍ یې هم له ملا را خلاصه کړه، ماته یې وویل: بسم الله کوه زمنه! ما هم لومړی کُلچه وخوړه او بیا مې په ډوډۍ پیل وکړ، چې هره لمړۍ به مې خولې ته کړه، ده به په مبارک لاس اوبه هم پسې راکړې.
چې زه موړ غوندې شوم، نو مې ورته وویل: آغاجانه! ته ولې ډوډۍ نه خورې؟
– زه نه یم وږی ګرانه.
– تږی هم نه یې؟
– نه شیرینه، تږی هم نه یم.
– شونډې دې خی ولې وچې دي؟
– نه ګرانه، تاته داسې ښکاري، بیا یې په خوله مچو کړم او راته یې وویل: موړ شوې شیرینه؟
– هو، زه خو موړ شوم، خو ته هم ځان موړ کړه کنه.
– زه موړ یم ګرانه، درځه چې ځو کورته.
دسمال یې تر ملا او د اوبو پتکی یې په اوږه کې ځوړند کړ او بیا یې د بوټیو وځ ته شا ورکړه او دواړه را روان شوو.
چې یو څه به را ښکته شوو، نو به یې د پتکي سر خلاص کړ او ماته به یې لږې اوبه راکړې، بیا به یې لږه ډوډۍ او بیا اوبه پسې راکړې، تر دې چې کلي ته رانږدې کېدلو، نو هغه په ما پوه شو چې ستړی شوم، نو لږه دمه مو وکړه، بیا یې زه په اوږو داسې کېنولم چې دواړه پوندې مې د ده په مبارکو سینو لګېدلې او د بوټیو وځ یې هم په شا کړ، خو زما شاته یې هغه خپل څادر کېښود، چې بوټي مې آزار نه کړي.
کلي ته چې رانږدې شوو، ما ورته وویل: آغاجانه کوز مې کړه ستړی شوې.
– نه ګرانه، نه یم ستړی، اوس لږه لاره پاتې ده.
لنډه دا چې؛ کله کورته را ورسېدلو نو مور مې یخې اوبه ورته راوړې، ده لومړی ماته ونیولې! ما ویل: زه نه یم تږی، بیا یې هغه خاورینه کوزه ټوله تشه کړه! نو مې ورته وویل: تا خو په غره کې بیخي اوبه و نه څښلې او اوس دې ټوله کوزه تشه کړه!
اوف… یې وکړل او بیا یې لومړی راته وخندل، له هغه وروسته یې په شونډو مچو کړم او راته ویې ویل: نه جانانه! زه هلته نه تږی وم او نه وږی، اوس چې کورته راغلم ، نو هم تږی شوم او هم وږی.
کورته چې ننوتلو، مور مې ډوډۍ تیاره کړې وه، ډوډۍ خوړلو ته چې کېناستلو نو ماته یې وویل: زمنه تاسو درېواړو ته مې د اختر لپاره نوې جامې اخیستې! ماویل: خولۍ، بوټونه او واسکټ دې هم راته اخیستي؟
اوف…! یې وکړل، مور مې تندی راته تریو کړ، خو زه پوه نشوم، پلار مې چې مور ته وکتل نو مسکی شو او ماته یې وویل: اوهو…! ته غم مه کوه! ټول په دوکان کې ایښي دي، بیا یې سترګې را ډکې شوې خو زر یې بلې خواته وکتل.
بیا مې ورته وویل: تا ځان ته نوې جامې اخیستې؟
– نه ګرانه! زما دا خپلې جامې خوښې دي او نوې جامې مې ښې نه ایسي، په کړس یې وخندل، خو تر سترګې یې اوښکې راغلې او زه یې ټینګ په غېږه کې ونیولم.
نه – نه!
کیسه داسې نه وه! هغه ماته دروغ ویل!
هغه به په مدرسه کې د سهار له لمانځه وروسته لسو کسانو ته مختلف لوی دیني کتابونه تدریسوول، بیا به یې دوه نیم ساعته مزل زموږ تر کوره پورې کولو، بیا به یې له غره نه بوټي راوړل، کله به یې چې بوټي راوړل، نو به مدرسې ته روان شو او دوه نیم ساعته مزل به یې بیا وکړ او شپه به یې بېرته مدرسې ته و رسووله.
هو!
هغه مسافرۍ ستړی کړی ؤ.
هغه درسونو ستړی کولو.
هغه اووه ساعته مزل ستړی کولو.
هغه په غره کې هم وږی ؤ او هم تږی.
هغه به چې له غره نه ((یو وځ بوټی او زه)) را په شا کولو، خامخا ستړی کېدلو.
د هغه ښه خوراک او نوې جامې خوښ وو.
خو هغه مینې داسې وږی تږی، ستړی او ستومانه ساتلی ؤ.
هغه فقط زموږ مینې په زړو جامو کې پېچلی ؤ.
بلې! د هغه ارزو یوازې دا وه چې زه غټ سړی شم، ځکه دومره راباندې مین ؤ، خو افسوس! چې زه محض (سړی) هم نه شوم، غټ خو یې لا څه کوئ.
الله! څوک خبر دي چې پلار په اولادونو څنګه مینیږي؟ کاش چې هر زوی (د پلار په مینه) په همغه وخت کې پوهېدلای!

هو کې! زما پلار به تل ماته دروغ ویل، هو… دروغ! خو د مینې زور ؤ.
له هغه نه مینې دروغجن جوړ کړی ؤ، مینې!

مربوطه مطالب

Back to top button