اروپایي ټولنه: دافغان جګړې پایته رسېدو لپاره اړتیا ده چې دسولې خبرې بیا پیل شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا نن د هرات اتم امنيتي کنفرانس کې په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د جګړو له ښکېلو خواوو دمذاکراتو دبیا پیل او اوربند غوښتنه وکړه.
د کوبيا په وينا، افغانان هره ورځ د سولې لپاره قرباني ورکوي او اړتيا ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پيل شي.
نوموړی وايي، اروپايي ټولنه د سولې په خبرو کې هڅه کوي چې د اوربند زمينه برابره شي.
کوبيا ټينګار وکړ، د سولې خبرو کې بايد د افغانستان د ۱۸ کالونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي؛ خو نوموړي د لاسته راوړنو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د سولې په خبرو کې پر شفافيت هم ټينګار کړی او زياته کړې ده، چې اروپايې ټولنه د تلپاتې بينالافغاني سولې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې یو شمېر بهرنیو ورځپاڼو او امریکایي چارواکو خبر ورکړی چې ژر به یو ځل بیا طالب او امریکایي پلاوي په ټپه ولاړ مذاکرات بیا پیل او یوه تاریخي موافقه لاسلیک کړي.



