کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو د ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ یوه مسجد کې په لمونځ کونکو تر سره شوې چاودنې، چې په نتیجه کې یې لسګونه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماښام په خپل ټویټر دا برید یو ستر بشر ضد جنایت یاد کړی، او پړه یې ددولتي او داعشي جګړه مارو پر غاړه ور اچولې ده.
مجاهد په خپل ټویټ کې لیکلي،《د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې په یوه مسجد باندې د هاوان برید یا چاودنه چې ممکن د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو لخوا ترسره شوی وي، لوی جنایت دی.
مجاهد دخپل تحریک په نمایندګۍ زیاته کړې، اسلامي امارت دغه ظلم په ترټولو سختو ټکو غندي.
شهیدانوته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي》.
د یادونې ده چې دې وروستیو کې دپټو استخباراتي کړیو لخوا دعلماوو وژنه، دمساجدو او مدارسو نړول او په لمونځ کونکو بریدونه زیات شوي دي چې د افغانانو اندیښنې یې راپارولي.
















