ترکيه وايي: امريکا يې شرطونه منلي
کابل ټکی کام (جمعه، ٢٦ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس په مشري امریکايي پلاوي سره ترخبرو وروسته وويل چې امريکا يې شرطونه منلي.
دې کتنې څلور ساعته او شل دقیقې دوام وکړ.
په دې کتنه کې ترکیې او امریکا په سوریه کې د ترکیې دسولې د چينې په نوم د پوځي عملياتو د ۱۲۰ ساعتونو له پاره د درولو په سر يوې پرېکړې ته ورسېدل.
د يادولو ده چې د اوربند د پرېکړې له مخې به د وای پي جي کردي وسلواله ډله چې ترکيه يې يو ترهګر سازمان بولي د ۱۲۰ ساعتونو په موده کې په سوریه کې د ترکیې د پولې او له هغې سيمې وځي چې ترکيه غواړي په يوې امنې سيمې يې بدله کړي.
په دغه سیمه کې به ترکیه ، امریکا او نړيواله ټولنه په ګډه د يوې امنې سیمې د جوړولو له پاره کار کوي.



