فيفا: يوازې بغلان کې پنځوس بايومټریک دستګاوې او سلګونه ميموري کارتونه ورک شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائيوي مشر یوسف رشيد وايي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هرې ورځې په تيريدو د درغلیو او تقلب انديښنې هم زياتيږي.
د رشيد په وينا، یوازې په بغلان ولايت کې پنځوس او له دې پورته دستګاوې او دغه راز سلګونه ميموري کارټونه ورک شوي.
دغه راز نوموړي په کابل، فراه، نيمروز، روزګان، پکتيا ، خوست او یو شمير نورو ولايتونو کې د بايوميرټک دستګاو د ورکېدو په اړه هم انديښنه څرګنده کړه په خبره يې چې د انتخاباتو پر پايلو به ناوړه اغيزې ولري.
په عين حال کې د انتخاباتو کمېسيون ویاند عبدالعزيز ابراهيمي هم وايي، چې ميموري کارتونه او دستګاوې ورکې دي خو په وينا يې کره شميرې يې نه لرو خو د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې د ميموري کارتونو او دستګاوو په ورکيدو کې په لاس لرلو تورن کسان به قانون ته وسپاري.
تر دې مخکې د ولسشمرۍ نهه نوماندانو ويلي و چې دوی ته یوازې د بايومتريک رايې د منلو دي او نورو رايو کې درغلۍ شوي خو دا چې د بايومټريک دستګاوو او ميموري کارتونو د ورکيدو راپورونه ورکول شوي نو د څارونکو بنسټونو له مخې ښايي بایومټریک رايو کې هم پراخې درغلۍ شوي چې د انتخاباتو د پايلو اعلان به د ستونزو او جنجال سره مخ کړي.



