لښکرګاه ښاریان: دولت دې د بهرنیو پیسو په را کړه ور کړه بندیز ولګوي

کابل ټکی کام ۰۴سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
هلمند ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دى چې د پاکستان هېواد کلدارې او د نورو هېودادونو کرنسۍ په پراخ ډول پکې تبادله کیږي، د دې کار په مخنيوي کې د دغه ولایت د لښکر ګاه ښاریانو له دولت څخه د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
ښاریان وايي، که دا کار ترسره شي نو د دوى په اند د افغانیو ارزښت به لوړشي، او هم به پر بهرنیو پیسو د را کړې ور کړې ناروا دود ورک شي.
ښاریان همدا شان وايي، لښکر ګاه کې د موټرو پلورل او اخیستل، رهنمایي معاملات او تقریباً ټولې سوداګریزې چارې پر پاکستانیو کلدارو کیږي.
د افغانستان بانکي مدیریت پخوا د بهرنیو اسعارو په را کړه ورکړه باندې کلک بندیز لګولی وو، خو د دغه پرېکړې سره سره بیا هم په ګڼو ولایتونو کې دا ستونزه نه ده حل شوې.
د یادولو ده چې د هلمند ملي بانک مسئولینو له رسنیو سره پر یاده موضوع له خبرو کولو ډډه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button