کابل ټکی کام ۰۴سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د عراق خبري اژانس د راپور پر اساس چې د الانبار ولایت د عملیاتو د قومندان اسماعیل المحلاوي له خولي یې لیکلي، د هوايي ځواک په حملو کې د دغه ولایت په شمال البوذیاب سیمه کې یې په داعشي وسلوالو هوايي برید کړی چې د ابو عایشه المصلاوي نومې داعشي لوړپوړي قومندان په ګډون یې ۴۵داعشیان وژلي دي.
همدا شان د الانبار ولایت د پولیسو قومندان ډګروال یاسر دیلمي پرون رسنیو ته د یاد هوايي برید په تأيید سره ویلي دي چې په دغه ښار کې یې د «ترهګرو» پر خلاف له تېرو څو اونیو را هیسې پاکوونکي عملیات پیل کړي دي، چې له دغه ښار څخه لږ تر لږه ۹۰۰۰عامو وګړو کډه کړې.
د عراق هېواد یوې بلې سرچینې خبر ور کړی دی چې د الانبار ولایت په فلوجه سیمه کې هم د داعش ډلې او د دوی د ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۲۶داعشیان وژل شوي دي.
















