ليكنه : محمدامین بســـمل
درنولوستونکواو رښتینوطالبانوته د رښتینولي او بې طرفي له مخې دیوافغان اوپرافغانستان مین لیکوال په صفت له واقعیت څخه یوڅو ډکې کرښې لیکم هغه داچې:
که د اشغالګرو په وړاندې د مقاومت د یوې نیمې لسیزې له نورو سرښندونوڅخه را تېراویوازې د۲۰۱۵ز کال حیرانوونکو پوځي اوسیاسي بریاوو ته ځیرشو نوپه واقعیت سره باید طالبانو ته شاباش وویل شي.بې له شکه چې اکثریت دطالبانوپه پاکستان کې هستوګن وو اودي، هلته یې دیني زدکړې ترلاسه کړې او د دیني جزباتو ترڅنګ یې هیوادنۍ مینې هم غافل نه دي پرې ایښي که نه نو د داسې سرښندونو جوګه به نه وای.طبعأ چې هرڅوک له خپل پلرني هیواد سره مینه لري داځکه چې هیواد مور، غېږ یې پاکه او توده ده.
طالبان هم دنړۍ دنورو وګړو په ډول له وطن سره مینه لري وطن او د وطن مادي اومعنوي ارزښتونه خپل ننګ اوناموس ګڼي اوترڅنګ یې په دې خبره ترنورو وګړولا ټينګ ولاړ دي، چې(حب الوطن حب الایمان)داهم روښانه ده چې طالبانوته دیني ارزښتونه له وطني ارزښتونوڅخه لوړدي له دې کبله یې دیني جزبات د دې باعث ګرځېدلي چې له ځینو پاکستاني دیني کړیوسره خپله خواخوږي ولري خو داهیڅکله په دې مانا نه شي کېدای، چې ګواکې پاکستاني یاپنجابي شول.
که کوم څوک طالبان دپاکستان ترحکم لاندې بولي هغوی ته وایم، چې نوبیاولې پاکستان ترخپل حکم لاندي کسان په مرموزډول وژني، دبریاوو په مخ کې نه یوازې خنډونه ورته پیداکوي، بلکې په فزیکي ډول یې په دسته جمعي ډول له مینځه وړي.ددې خبرې دپخلي لپاره هغه وخت دریادوم، چې طالبانودلمړي ځل لپاره مزارشریف تصرف کړخودپاکستاني دیپلوماتانواو دشمالي وطن فروشې ټلوالې ترمینځ دمخکې له مخکې پلان شوې دسیسې له مخې په زرګونو طالبان محاصره اوپه دسته جمعي ډول په شهادت ورسېدل.
په دې لړکې په زرګونوهغه پښتانه ځوانان هم په شهادت ورسېدل کوم، چې خالي لاس وواوهیوادنۍ مینې د مزار دنیولو جشن ته ور رسولي وو.دپاکستان دنورو دښمنیو او اغراضو په سلسله کې دملا برجان وژل هم یادولی شو ملا برجان نه غوښتل تر پنجابي تسلط لاندې راشي ځکه یې په شهادت ورساوه.
همدا راز په ګران افغانستان باندې داشغالګرو دبې رحمانه تجاوز په وخت کې نه یوازې دا، چې پاکستان له اشغالګروسره همغږی اوهملاسی و، بلکې دمزارشریف په زندان کې یې زرګونه طالبان په لوی لاس د ګیلم جم په ملېشو قتل عام کړل.هغه دلیلي د دښتي او په کانتینرونو کې عام وژنې هم څوک نه شي هېرولی.که طالبان واقعأ دپاکستان ترلاس لاندې وای نو پاکستان خوپه ډېره اساني سره اشغالګر رضا کولای شول چې له شمال څخه طالبان په خوندي ډول پاکستان ته وروباسي.
دیوې نیمې لسیزې په جریان کې نه یوازې دطالبانو د خورالوړ پوړوکسانولکه ښاغلی یاسراویوشمېر نورو حتی د ملا محمد عمرمجاهد د وژلو پړه پاکستان ته متوجه کیږي، بلکې دطالبانوپه مینځ کې اوسني درځونه هم پاکستان واچول چې هیله ده ژر ترژره طالبان داستونځه حل کړي.که طالبان خپل مینځي ستونځې حل اوسیمه ایز زورورو دځان په بې طرفي نورهم باوري کړي نود بري لار به نوره هم رالنډه کړي ځکه چې هسې هم عیني اوذهني شرایط داشغالګرواو تاليڅټو له لاسه ددوی په ګټه راڅرخېدلي دی.دطالبانوپه سرښندنو، قوت اومقاومت که څوک باورنه لري دابه د دوی دماغي ستونځه وي خوکه طالبان دالاندنۍ شپږمهمې کرښې عملي نه کړي اویولړخپلې کمزورۍ ونه رغوي هدف ته رسېدل به یې ګران اوډېروخت ونیسي:
۱ــ تر بل هر څه لمړی باید خپل لوړ پوړي او اګاه کسان له پاکستان څخه دسیمې داسې ملکونه ته وباسي، چې هم یې هلته ژوند بې خطره وي اوهم دسیاسي فعالیت ښه تبلغاتي زمینه ورته برابره وي.
۲ــ له هند سره دمناسباتونارملول داپه دې مانا، چې که دوستي نه ورسره پالي نو دښمني دې هم نه ورسره کوي، ځکه چې همدې مندروالا هندوانو طالبانواو زموږ ګران افغانستان ته دومره زیان نه دی رسولی او نه یې رسولی شي لکه همدې مکار پاکستان.
۳ــ په زغرده له چین او روس څخه د مادي اومعنوي مرستوترلاسه کول ترڅو په ډاډه زړه په مخ وړاندې ولاړ او دغلیمانو یې واڼې پرې ووزي لکه وتلې چې دي.
۴ــ په هغو ښارونو کې لکه ګردېز، کندز او ځینې نورو چېرې، چې خپل سره وسلوال په رڼا ورځ دوکانونه لوټوي جدي اقدامات وکړي تر څو اولس نورهم راخپل او دکابل دغبرګ سرو او ټیټ سرو سرونه لا ورټیټ کړي.
۵ــ داچې نړۍ یو ځل بیاعملأ د وېش او څو قطبونو په لور روانه ده نو باید له دې په زړه پورې موقع څخه طالبان ژرترژره سیاسي او دیپلوماتیکه ګټه پورته اولکه په قطرکې همداسې دنړۍ په نوروهیوادونوکې هم خپلې سیاسي نمایندګۍ جوړې کړي.
۶ــ داچې ایران اوپاکستان مادرزادي زموږغلیمان دي اوهیڅکله به زموږخیر ونه غواړي نوله دغولویو غلیمانو سره بایدخورا ځیرکانه اوجدي رفتار وکړي البته داهغه مهال کېدای شي، چې طالبان لمړی خپل لاس د پاکستان له پښې څخه راوباسي.دیادولو ده، چې په دا ورستیو کې په کوزه پښتونخوا کې د پنجابیانو دیوې نوې دسیسې له کبله دپښتو ژبې ازموینه له مینځه وړل شوې او یوازې په انګرېزي ژبه تعلیمي جریان په مخ وړي.
بل پلو په پاچاخان پوهنتون حمله هم دپنجابیانو دتورو موخو له لړۍ څخه ده ترڅو پښتانه له پښتنو سره واچوي.هیله مندیم طالبان دې مسئلوته متوجه او پورتنۍ کرښې عملي کړي څو زموږمظلوم اولس او په اور سوی هیواد له روان ناورین څخه وژغورل شي.دطالبانوپرله پسې سیاسي اودیپلوماتیکو منډو ترړو له قطره ترچین، ناروي اوځینو نوروهیوادونوپه تېره بیادپګواش په دوهمه غونډه کې خپل نړیوال اعتبار خورازیات کړ له همدې کبله طالبان ګټونکي ښکاري.
اوس د ارګ له بدمورو څخه هم لار ورکه ده اشغالګرو داسې را تم کړي چې که پورته الوزي له پښو یې رانیسي او که په سوړو ننوزي نو له غوږو یې راکشوي بس هغه د میربل هندو موږګان(پســـونه) یې ورڅخه جوړ کړي د ورځې یې مړوي او دشپې یې تشوي.
یادونــــــــــــــــــــه:
درنواو قدرمنولوستونکوته صادقانه او په ډاګه لیکم، چې زه دطالبانودخوځښت په ګډون له هیڅ کوم سیاسي ګوند سره غړیتوب نه لرم خو د طالبانوپه مثبتو سرښندنو او نارینتوب ویاړم.
زه دطالبانوپه بري کې د خپل ګران افغانستان، د اصیل فرهنګ، خپل قوم، خوږې مورنۍ ژبې، هیواد او اولس د دین اوناموس خوندیتوب، د واحد افغانستان اوملي یووالي ضمانت وینم.
دمګړۍ خو په افغانستان کې بې له طالبانو بل هیڅ داسې کوم سیاسي خوځښت نه تر سترګو کیږي، چې د پورتنيو مهموارزښتونو ضمانت وکړای شي نوځکه له الله تعالی ج څخه دپورتنیو ارمانونو او ارزښتونو دپوره کولو لپاره د طالبانوبری اوله پاکستان څخه یې دتل لپاره خلاصون غواړم.
دګران افغانستان دخپلواکۍ او سرلوړۍ په هیله
—- پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی – – –