ملګرو ملتونو د ننګرهار په هسکه مېنه کې پرونی بريد غندلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پرون د جُمعې ورځې د لمانځه پر مهال په يوه چاودنه کې له شپيتو زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
ملګرو ملتونو طالبانو او حکومت دغه برید غندلی چې تر اوسه يې پړه هيڅ کوم لوري نه ده منلې.
چارواکي وايي، یاده چاودنه د چاوديدونکو توکو د ځای پر ځای کيدو له کبله رامنځته شوې ده.
د سيمې ځينې اوسيدونکي بیا وايي، چې چاودنه د یوه تن له خوا شوې چې په ځان پورې يې چاوديدونکي توکي تړلي و خو ځينې نور بيا وايي، په جومات کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له کبله شوې چې ښايي داعش ډلې ترسره کړې وي.
ځينو رسنيو د ځايي معلوماتو پر بنسټ ليکلي، چې ښايي یاد بريد د داعش وسله والو ترسره کړی وي ځکه چې د سیمې اوسيدونکو په وينا، له چاودنې وروسته له هغو غرنيو سيمو د پيښې ټپيانو پر امبولانسونو دزې کيدې چې هلته داعش وسله وال شتون لري.
طالبانو په یاده چاودنه کې لاس لرل رد کړي او دا يې یو لوی جنایت بللی وياند يې ذبیح الله مجاهد وايي، چاودنه ښايي د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو له خوا ترسره شوې وي.
نوموړي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: ”د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې په یوه مسجد باندې د هاوان برید یا چاودنه چې ممکن د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو لخوا ترسره شوی وي، لوی جنایت دی. اسلامي امارت دغه ظلم په ترټولو سختو ټکو غندي. شهیدانوته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي”.
د ننګرهار چارواکي وايي، په پرونۍ چاودنه کې د وژل شويو ملکي کسانو شمير ۶۵ او د ۳۵ په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي.



