طلوع د سولې او پخلاينې پر ضد

تبصره : قدرت الله جمال

هر افغان په یو غږ وايي چې موږ سوله غواړو، ټول وايي جنګ دې ورک شي او رنګ دې ورک شي خو دا خبرې ولس کوي، طلوع، سياسي ډلې او ځينې مضرې، سمتپالې، ژبپالې او پروژه پالې رسنۍ دا خبره نه کوي بلکه کوښښ کوي له هرې شونې لارې شرارت وکړي او د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي، په دې وطن کې په سوله کې خیر د ملت خو تاوان پکې د تپل شویو څيرو او طلوع ته ورته پيسه پالو رسنیو دی نو دوی يو لوري ته دي او ملت بل لوري ته.

پر طلوع يا يي په کارکونکو برید زه ډير نور نه څيړم ځکه تر ما ډيروخلکو پرې موجه، مستندې او پر ځای ليکنې کړي دي خیر که د طلوع پردې تورې دي خو ددې پردو تر شاه د ملت پر ضد د طلوع تورې او شومې موخې هم د هیريدو نه دي،خیر که طلوع درې ورځې په يوه ساه قومي،سمتي او ژبنۍ تعصب ته لمن وهي ولې يوه خبره باید هیره نکړی چې ولس اوس ډير ښه پوی دی، طلوع نه پر افغانستان باور لري نه يي پر افغانانو زړه درد کوي، که يي زړه درد کولای د طلوع په ګډون به هرې يوې رسنۍ دا خبره ثابته کړې وی چې دوی افغاني رسنۍ دي او پر افغانستان باور لري.

په تیرو دريو ورځو کې له دې سره سره چې ولس د سولې د خبرو دريم پړاو خبرو، د پګواش نړۍ وال سازمان جوړې شوې ناستې ته سترګې سترګې دي، طلوع په یوه ساه وايي:« قومي ډلې ته امتياز نه ورکوو، طالبان وحشيان دي،طالبان ترهګر دي، هغه چې خلک وژني نو سوله ورسره ناشونې ده…..» په طلوع کې ناست کې د طلوع فکري پلويان په يوه ساه په کنايي ډول سره پر دې رسنۍ شوي بريد ته قومي بڼه ورکوی، نن د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود چې ځان ديپلومات او په نړۍ والو عرفونو پوی بولي به صراحت سره وويل:« د مقاومت ( شمال ټلوالې) يوه برخه په بريدونو او نورو کړنو له منځه ولاړه او بله برخه يي يانې طلوع اوس کوښښ کيږي چې په ځانمرګو بريدونو غلې کړي.» مسعود اوس کیسه روښانه کړه چې طلوع افغاني نه بلکې د شمالي ټلوالې د خيالي افکارو هېنداره ده او دا کيسه ريچارد هالبروک د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ښه روښانه کړې وه چې د کاايډې په کتاب کې يي صراحتا يادونه شوې وه او دوی غوښتل له هرې شونې لارې په ۲۰۰۹ کال کې لا واک شمال ټلوالې ته ورکړي، دوی دا تجربه وکړه بريالي نشول خو په ۲۰۱۴ کال کې پنځوس سلنه دې موخې ته ورسيدل او سياسي واک رسمال پنځوس سلنه له عبدالله سره و ويشل شو، د اشرف غني په ټيم کې ۲۵ تر ۳۰ سلنه پورې ونډه د ضيا مسعود، دانش، دوستم او…. نورو جهادي  ډلو ټپلو له لارې بیا هم شمال ټلوالې ته ولاړه چې ټول ټال دا شتون يي اوس تر اتيا سلنه اوړي او شل سلنه پکې ايله د غني د کمپاين ګرد وهلو جيبان ډک کړل او مخان يي يو څه غوړ شول.

طلوع له تیرو دريو ورځو چې هرڅه کوي دا نه ماتم دی نه په وژل شویو اوو تنو باندې د غم يوه ننداره دا یوازې او يوازې څو موخې لري:

الف:طلوع غواړي کرار کرار  ځان او خپله پټه رسنيزه مافيا را برسيره کړي، ولسي اذهان تر خپل اغیز لاندې راولي د سولې پروسه رسما سبوتاژ کړي او له دې لارې نړۍ ته دا وښيي چې دلته کيسه لکه څنګه چې عام ولس يي غواړي هسې نه، بلکې داسې ده لکه طلوع يي چې وايي، که موږ د طلوع د اوو تنو په خاطر له طالبانو سره سوله نامشروع بولو نو امريکې هم په دې وطن کې سل زره تنه بې ګناه افغانان وژلي، دا شته حکومت هم زرګونو بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي او طلوع په خپله هم د ميليونونو انسانانو په فکري، عقيدوي، ذهني او دودیزه وژنه کې لاس لري، د پکتيا پر ولسونو د ديوس ټاپه او پر شينوارو د ناموس پلورونکو ټاپه، د کندز پر پاک لمنو محصلينو د زنا کارۍ يا زبرزنا ټاپې لګول او پر عقیدو، کورني نظام او اسلامي باورونو باندې تیری يي په خپله جنايت دی او باید ونه بښل شي.

ب: طلوع چې دا څو ورځې کومې ناستې جوړې کړي دي څوک يي ور بللي دي يا چا د دوی د زړه سوي په خاطر له ګيډې يا قومي عقدې پر بنسټ کوم پوسټونه په ټولنیزو پاڼو کې کړي دی باور وکړی دوی ټول کاپي کړي دي، بهرنیانو ته په يو جوړ شوي منظم پروپوزل کې ور ډير شوي دي او په دې پروپوزل به بیا وګورئ چې د همدې مظلوم وطن، ژورناليزم، بیان د آزادۍ او يا خبريالانو د مصنويت  په نوم به څو ميليونه ډالر له کوم ځايه را پيدا کړي او بیا به ځانونه تغذیه کړي، شومې موخې به يي ډيرې شي، بهرني سلاکاران به وګمارل شي او نوی رسنیز یرغل به پيل شي.

موږ چې د طلوع ډولونو ته څومره هم ګډيږو باور وکړی ددې وطن تباهي ته کمپاين کوو، طلوع که پر ځان بريد غندي،دا کار جنګي جنايت بولي نو دوی کله د کندز له مظلوم، کړيدلي، تباه شوي او  چور شوي ولس څخه بښنه وغوښته، که طلوع ځان ددې وړ بولي چې بښنه دې ترې وغوښتل شي ولې د کندز خلک، په پوهنتون کې ښځينه محصلينې شخصيت، عزت او وقار نلري؟

راځئ لږ پام وکړو د طلوع ډولونو ته ونه ګډيږو که بريد غندو طلوع تر دې مخکې د غندلو،مهار کولو او کابو کولو ده، طلوع چې دا په تیر یو نيم کال کې څومره ناهيلۍ، د خلکو تيښتې، بې عزتۍ او بې پتۍ ته کمپاين کړی، په څو پيښو کې يي په دفتر کې نجونو وژل شوي، په دار شوي، بلاربې شوي او يا….. نو ددې ټولو پوښتنه دې ترې وشي،طلوع د افغانستان له هر ارزښت چې څومره لوبې کړي دي  دا لوبې دبښلو نه دي.

راځئ را ويښ شو، د طلوع تور بیرغونه او له قومي، سياسي، او ژبنیو عقدو ډکې خبرې ددې وطن کشاله نه شي حل کولای شونې ده تر دې يي هم اوږده کړي لږ تر لږه سولې ته د پيدا شوې تمې به خاطر يي نور يي خبر، شعار،پيغام او سوداګريز اعلان ته نه و وایی.

ما چې کله پر طلوع د بريد تازه خبر، د قرآن کريم تلاوت او درې ورځې سر په سر ويرونه او سپکې سپورې او د ولس ښکنځل وليدل نو زما ځواب او زړه سوی ورته داسې وو:« پر طلوع بريد وشو، هغه څه مو چې ولیدل يو سوداګريز اعلان وو.» دا خبره مې ځکه وکړه چې دوی زما مرګ، وژنې او وحشت ته تل د سوداګريز پيغام نوم ورکړی دی نو زه هم دومره لیونی والله که یم چې له خپل قاتل سره خپل مړی وژاړم، زه که ګوته په ماشه قاتل ته په سنګر کې کینم يا کرکه ترې لرم نو رسنيز او فکري يرغلګر ته هم ګوته په ماشه يم او دا ماشه مې له دوی کرکه ده چې راکشوم يي او وایم چې زه نه د طلوع د تورو پردو له امله ورسره زړه سوی لرم او نه پر دوی شوی بريد د بیان پر آزادۍ يا ژورناليزم باندې بريد بولم، ځکه زه ژورناليزم او آزادي تر طلوع مخکې لرم او له طلوع پرته به يي هم ولرم خو د طلوع شرارت هم رانه هیر نه دی او زه د تورو پردو تر شاه تورې او شومې موخې تر نورو ښې ليدای شم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button