کابل ټکی کام (شنبه ، ٢٧ تله ، ۱۳۹۸ل)
ترک چارواکي وایي د داعش هغه ۴١ مشکوک غړي یې نیولي دي چې تیره اونۍ په سوریه کې دکردانو له يو زندان څخه تښتیدلي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، همدا راز وويل چې ١٩٥ نور مشکوک کسان په دې وروستیو ورځو کې بیرته دترکي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، له دې دمخه کردي وسلوال په دې تورن کړي وو چې پر سوریې د ترکیې د بریدونو له شروع کیدو وروسته یې نيږدې ٧٥٠ داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي له زندان نه خوشې کړي دي.
ترکي چارواکو رسنیو ته ويلي چې ټاکل شوې کوم ترکان چې په دغو نیول شویو کسانو کې شامل دي په ترکیه کې به زنداني او دترکيې دقانون سره به سم محاکمه شي.
د ترکیې دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چې دغه کسان او د هغوی د کورنیو غړي د سوریې د هغو ځواکونو له خوا نیول شوي چې ترکیه یې ملاتړ کوي دترکيې ددولتي تلویزیون د رپوټ له مخې هغه اروپایان او دنورو هيوادونو اتباع چې ددغو نیول شویو کسانو په ډله کې دي ټاکل شوې د (الیپو) ښار په شمال کې به د ترکیې تر کنترول لاندې سیمې ته انتقال شي.
















