کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
الازهر پوهنتون دننګرهارپه هسکه مینه ولسوالۍ کې دلمونځ پرمهال په لمونځ کونکو شوي بریدونه تر ټولو ستر وحشت او فساد بللی دی.
په نړۍ کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز الازهر نن یوه تازه اعلامیه کې د ننګرهار په هسکه مینه کې وروستی برید غندلی دی.
ددغه ستر علمي او مذهبي مرکز په اعلامیه کې راغلي چې د بې ګناه انسانانو وژل، پر لمونځ کوونکو برید کول، ددوی په نښه کول، پر اسلامي مرکزونو کې وېره خپرول د ځمکې پر سر تر ټولو ستر وحشت او فساد دی.
دغه مرکز ویلي چې په دې حساسو شرایطو کې د مظلومو افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو افغانانو سره شریکوي.
ددغه ستر علمي مرکز چارواکو هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د افغانستان مسلمانان په سوله ییزه او امنه فضا کې ژوند وکړی شي.
دا بریدونه پرون دجمعې په ورځ دجمعې پرمهال په لمونځ کونکو تر سره شول چې تر ۹۶ تنه پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
















