سعودي مفتي: محمد بن سلمان شيطاني اعمال ترسره کوي

کابل ټکى کام(شنبه ، ٢٧ تله ، ١٣٩٨ ل)

د سعودي علماوو له ډلې يو مفتي ادعا کړې چې د محمد بن سلمان له لوري د آزادي غوښتنې یا سیکولریزم د ترویج وروستۍ هڅې شیطاني اړخ لري.
دا خبره په داسې وخت کې کيږي چې په زرګونو هغه علماء چې د محمد بن سلمان لخوا یې د دیموکراتیکو هڅو د پنځیدو مخالفت کاوه، زندانونو ته ليږل شوي دي.

شیخ «عبدالله المطلق» چې د شاهي ماڼۍ سلاکار او د علماوو د هیئت غړی هم دی، په یوه وینا کې ویلي: د محمد بن سلمان وروستي اقدامات د سعودي له فرهنګي او سنتي دودونو سره سمون نه خوري او په وینا یې چې د موسیقي محفلونو ته ورتګ حرام دی.

نوموړي داخبرې د (التفریط) په نامه یوې ټولنیزې رسنۍ په ځواب کې کړې دي چې له نوموړي یې د موسیقي او سرګرمي محفلونو ته د ورتګ حکم پوښتلی و.

د ښاغلي مطلق په وينا سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې لوړ مقام لري او دلته د حرمینو شتون د دا ډول پروګرامونو پلي کيدل نه ایجابوي.

نوموړي د سعودی له حکومت غوښتي چې د علماوو يوې ډلې ته دې دنده ورکړي چې د موسیقۍ د محفلونو څار وکړي او د فحشا او عريانیت مخنيوی وکړي.

هيره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د سعودي په ځينو ښارونو کې د موسیقي لوی ـ لوی پروګرامونه جوړیږي چې د ګډا او د نارینه وو او میرمنو د ګډاختلاط ترڅنګ لویدیځې سندرغاړې هم سندرې وايي

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په خپل هیواد کې د یوې دیموکراتیکې ټولنې جوړولو لپاره هڅې کوي، چې د دينې علماوو او عامو مسلمانانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button