عمران خان: میاشتې وشوې چې کشمیریان دهندي پوځیانو ترمحاصرې لاندې ژوند تېروي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دهندي ځواکونو له لوري د کشمیري وګړو ۷۵ ورځنۍ محاصره غندلې او د ژورې خواشینۍ اظهار یې پرې کړی.
هغه ویلي، مودي پوهېږي چې که چېرته محاصره ماته کړي؛ د وینو ویالې به وبهېږي.
نوموړي زیاته کړې، مودي وېرېږي، ځکه چې نړۍ په کشمیر کې بشري وضعیت ویني او هغوی به حتماً د دې مظلوم ولس غږ اوري.
عمران خان نن پر خپل ټویټر لیکلي، مودي د دې خاورې د الحاق په موخه ۹۰۰ زره سرتېري دې سیمې ته د کشمیریانو د چوپ کولو لپاره لېږلي وو خو اوس نه پوهېږي په شا لاړ شي او که مخته.
یاده دې وي چې څه کم درې میاشتې وړاندې هندي ځواکونه کشمیر ته ننوتل، او هلته یې دکشمیري وګړو نیمه ازادي سلب کړه چې لاهم یاده محاصره دوام لري.



