کابل ټکی کام۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: فیصل روښان
کابل کې برمته شوې هالندۍ مېرمن څه کم درې میاشتې وروسته ازاده شوه.
دغه مېرمن چې Anja de Beer نومیږي څه موده وړاندې د کابل ښار نه په رڼا ورځ د څلورو نامعلومو وسلوالو له لورې تښتول شوې وه.
ميرمن De Beer له ۱۵ کالونو راهيسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې سره کار کاوو، دغه رنګې په دې وروستيو کې د یوې غیر دولتي سويسي موسیسې سره دنده ترسره کوله چې د جون مياشتې په ۲۲ مه نېټه د کابل ښار نه اختطاف شوه .
د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت بيګا رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې تأیید کړې او زیاته کړې يي ده چې میرمن دې بېر ازاده شوې او صحي وضعیت يي ډاډمن دی.
او دې نه پرته د بهرنیو چارو وزارت په دغه استول شوي بیان کې د نوموړې د تښتولو او د خوشي کولو په اړه جزائیات نه دي ورکړل شوي.


















