کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د پټان ولسوالۍ چارواکي وایي چې دغې ولسوالۍ ته د ۱۰۰۰شاوخوا مسلح وسله وال طالبان راغلي دي، او په دوی یې بریدونه پیل کړي دي.
چارواکي زیاتوي چې دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، او د محاصرې کړۍ شېبه په شېبه تنګیږي.
د همدې ولسوالۍ د یوه قمندان په حواله چې وایي، د مړو شمېر یې زیات شوی، او د وتو لار پرې بنده ده.
ځایي خلک وایي چې وسله والو طالبانو یوه لویه قرارګاه سوځولې ده، او له پولیسو څخه پاتې مهمات یې لاسته لوېدلي دي، او بې شمېره پولیس یې وژلي دي.


















