(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۸، يکشنبه)
د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پنځه څلويښت تنه دولتي عسکر طالبانو سره يوځای شوي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عسکر د دوی د دعوت ارشاد مسؤولينو په هڅو او د ځايي طالبانو په همکارۍ دولتي ليکې خوشې کړي او طالبانو ته ورغلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو سره پو ځای شويو کسانو کې، پوليس، اربکيان او عسکر شامل دي چې په بيلابيلو سيمو کې يې دندې کولې.
خبرپاڼه کې د هغه کسانو نومونه او هغوی ته د طالبانو له خوا د امن پاڼه هم ورکړل شوې چې راتلونکي کې ورته د نورو طالبانو له خوا مشکل پيدا نه شي.
د طالبانو خبرپاڼه زياتوي: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد مسؤلینو په هلوځلو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د مزدوري ادارې۴۶ تنه عسکراو منسوبین د دښمن له لیکو څخه راجلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. یادو کسانو ژمنه کړې چې په خپله وعده به کلک درېږي او بیا به کله هم د مزدور دښمن په لیکو کې دنده نه ترسره کوي“.
طالبان د دولتي ځواکونو، چارواکو، او پوليسو د تسلميدو لپاره ځانګړی کمېسیون لري چې هڅه کوي هغوی له دولتي ليکو رابيل، خپل ژوند پيل او یا هم طالبانو سره د ګډو ځواکونو پر خلاف ودريږي.
تر دې مخکې هم د طالبانو د دعوت ارشاد کمېسيون ته سلګونه تنه پوليس، اربکيان او دولتي منسوبين تسليم شوي چې هغوی يې د خپلو رسمي ادرسونو له لوري شهرت خپور کړی او د هغوی د امن لپاره يې ځانګړې پاڼې ورکړي دي.
















