راپورتاژ: عبدالرحمن
د پاکستان جمعيت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د اکتوبر په ۳۱ نيټه د( ازادۍ مارچ )په نوم په اسلام اباد کې د یوه لاریون اعلان کړی چې بيلابيلو ګوندونو يې ملاتړ کړی خو حکومت ګواښ کوي چې د هغوی مخه به نيسي.
لومړی دغه لاريون د اکتوبر پر اووه ويشتمه نيټه ټاکل شوی و خو د تيرې چهارشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې له يوې غونډې وروسته خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال نيټه بدله کړه ويې ويل، چې د اکتوبر په ۳۱ نيټه به د حکومت مخالف ګوندونه له بيلابيلو لارو اسلام اباد ته داخليږي.
دغه لاريون ته (د ازادۍ مارچ) نوم ورکړل شوی چې د پيپلز ګوند، مسلم ليګ ن، عوامي نيشنل او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د اپوزيسيون ګڼ ګوندونه پکې شامل دي.
دوی ادعا کوي چې د عمران خان له اوسني حکومت څخه خلک په تنګ دي، پکار ده چې اولس د سياسي ګوندونو او مولانا فضل الرحن کلک ملاتړ وکړي او په دغه مارچ کې برخه واخلي.
فضل الرحمن ويلي، چې د اکتوبر په ۳۱ نيټه به د حکومت پرضد د خپلو لکونو پلويانو سره اسلام اباد ته داخليږي زياتوي اوسنی حکومت پر خلکو په زوره تپل شوی او تر هغې به يې پرضد مبارزه جاري وساتي تر څو چې يې حکومت ړنګ کړی نه وي.
د جمعيت علماء اسلام پر ډنډا برادر (انصارالاسلام) ډلې بنديز:
د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، د تحریک انصاف حکومت په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام پر ډنډا برادر يا (انصارالاسلام) چې ځينې يې د کوتکو په لاس ډله هم بولي بنديز لګولی دی.
انصارالاسلام د جمعيت علماء اسلام هغه ډله ده چې د لاریونونو پر وخت کوتکي په لاس لري او د هغوی د امنيت او نظم ساتنې دنده په غاړه لري.
پاکستانۍ رسني ليکي، چې د انصارالأسلام ډلې زرګونو فعالينو د اکتوبر په څوارلسمه نيټه د پيښور په رنګ روډ کې ډنډې په لاس تمرينونه وکړل چې یادو تمريناتو ليدو ته مولانا فضل الرحمن او د ګوند لوړپوړي چارواکي يې هم ورغلي و.
ځايي خبريالان وايي، دغه ډله خړه وردي په تن کوي چې شمير يې د دولس زره کسانو په شاوخوا کې دی او د اکتوبر ۳۱ ازادۍ مارچ لاريون امنیت به ساتي.
پر انصارلأسلام بنديزونه:
د پاکستان ډان ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي، چې د کورنيو چارو وزارت د انصارالأسلام ډلې پرضد د عملیاتو او بنديزونو لپاره د مرکزي کابینې څخه منظوري هم اخيستې ده.
د سرچينې په وينا، کورنیو چارو وزارت ته په لیږل شوې دغه حکمنامه کې راغلي چې د قانون د ۲۵۶ او ۱۹۷۴ اېکټ دوهم سکشن له مخې به پر یاده ډله بنديز لګول کيږي او وروسته به ټولو صوبو ته د يادې ډلې پرضد د سختو ګامونو پورته کولو واک ورکړل شي.
که یاد حکومتي وړانديز ومنل شي نو په انصارالاسلام د بنديز تر څنګ به د هغوی بانکي اکاونټونه بند او د جمعيت علماء اسلام ګوند هم د څار په ليست کې شي.
د تحریک انصاف حکومت په اسلام اباد کې د پوليسو او امنیتي ځواکونو رخصتۍ منسوخ کړي، د پلازمينې په مهمو ځايونو کې يې امنيتي کسان درولي او د ښار په مرکزي برخه کې يې د قانون ۱۴۴ دفعه لګولې ده.
چارواکي وايي، چې د انصارالاسلام پر هغو امنيتي فعالينو چې څو ورځې وړاندې يې تمرينونه وکړل، پرضد به يې مقدمې درج او پر وړاندې به يې سخت ګامونه واخيستل شي.
په دغه تمریناتو کې ګډون کوونکي او د قبايلي سيمو لپاره د جمعيت علماء اسلام مشر مفتي عبدالشکور ويلي، چې لاریونونه به يې امنناک وي، د دې لپاره چې پر کارکوونکو يې د پوليسو له خوا وحشت ونه شي ځکه يې د انصارالاسلام ډله جوړه کړې ده.
په عين حال کې د خيبرپښتونخوا صوبې وزير اعلی محمود خان په يوه بيان کې ويلي، چې د جمعيت علماء اسلام د لاریون مخه به نيسي او له صوبې به ورتير نه شي.
د تيرې جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان په اسلام اباد کې له عالمانو د همکارۍ غوښتنه وکړه چې نهه ديرش علماء ورغلي و، او له هغوی يې د سلامشورو او په حکومت کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
















