راپورتاژ: م. جميل باور
پرون د جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ په جودره سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال د يادې سيمې په يو جامع جومات” مسجد ابوبکرصديق” کې درنه چاودنه وشوه، پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ياد کلي نژدې دوه سوه وګړي د الهي حکم (جمعې لمانځه) پرځای کولو لپاره راغونډ شوي وو.
له پيښې د ګوتو په شمير ژوندي کسان وايي چې برید په داسې مهال رامنځ ته شو، چې دوی دوهم رکعت د پورته کيدو په حال کې وو، بريد سره سم د جومات چت رانسکور شو، او په وينو لړلي لمونځ کوونکي ترخاورو خځلو لاندې شول.
له بريد وروسته په ټول کلي کې دومره څوک نارينه نه وو پاتې، چې له خاورو لاندې ژوندي کسان وژغوري، په زړه زخمي ميندو د خپلو زامنو او خويندو د خپلو وروڼو له پاسه لوېدلې خځلې پورته کولې.
له بريد وروسته خلکو د خپلو خپلوانو د غوښو ټوټې له خاورو خځلو راپورته کولې، ويل کيږي چې د ملا امام په ګډون داسې کسان هم شته چې هيڅ د بدن کومه برخه يې نه ده پاتې.
دې خونړي او وحشيانه بريد، په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کېنولې، (۷۰) شهيدان او (۳۶) ژوبل يې ترشا پرېښودل، چې ژوبل کسان دا مهال د ولايت روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د بريد پر دوهمه ورځ د نورو کلو خلک د شهيدانو خښولو او قبرونو کيندنه کې د مرستې لپاره راغلي وو، په يو ځای د ۷۰ نويو قبرونو جوړېدو يو عجيب او بږنونکی حالت انځوراوه.
د بريد پړه که څه هم چا پر غاړه نه ده اخيستې؛ خو ګمان کيږي، چې دا کار به د داعش وسلوالې ډلې کړی وي، چې په دې ډول بريدونو کولو کې مخینه لري.
د طالبانو په ګډون ډيری جهتونو دا بريد په سختو ټکو غندلی، ملګرو ملتونو د بريد د غندلو تر څنګ د دې پيښې د څېړنې غږ کړی او په ورته وخت کې يې له خپله لوري د تحقيقاتو هم ويلي دي.

















