(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۸، يکشنبه)
د ارګ په اعلاميه کې راغلي، چې نوموړی د هسکې مېنې ولسوالۍ کې د مسجد د پيښې چاودنه کې د قربانيانو سره د خواخوږۍ لپاره دغه ولسوالۍ ته تللی.
له نوموړي سره په دغه سفر کې د امنيت شورا سلاکار، حمدالله محب، فضل هادي مسلميار، د ولسي جرګې لومړی مرستيال او نور چارواکي هم ګډون لري.
په یاده پېښه کې شاوخوا اويا کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
طالبانو یاده چاودنه غندلې او دا يې د داعش وسله والو کار بللی.
طالبانو د اوونۍ تبصره کې ويلي چې (دا جنایت د هغو بې رحمه قاتلانو لخوا ترسره شو، چې زموږ هیواد ته د مشخصو خارجي او داخلي حلقو لخوا د ځانګړو اهدافو په خاطر راوړل شوي، پالل کیږي، اکمال یې کیږي او غواړي د جګړې او وژنو د اور په تودولو سره خپل اشغال ته د دوام بهانه پیدا کړي).

















