د امریکا دفاع وزير وايي، له سوريې به خپل پوځيان عراق ته ولېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۸، يکشنبه)

د امریکا دفاع وزير مارک اسپر وايي، په سوريه کې د حالاتو د ترینګليتيا له کبله هڅه کيږي چې خپل ځواکونه عراق ته ولېږدوو.

اسپر ويلي، چې دا مهال په سوريه کې زر تنه امریکايي عسکر ميشت دي او عراق ته به د دې لپاره ولېږل شي چې هلته بیا ځلې د داعش د مخنیوي لپاره ديره کړل شي.

هغه پرون شنبه وويل، چې د سوريې له شمال شرق څخه به د امریکايي ځواکونو وتل څو اوونۍ وخت ونيسي.

نوموړي زياته کړه، امریکايي پوځيان عراق ته د دوو موخو لپاره لېږل کيږي چې لومړی د عراق په دفاع کې مرسته او د داعش سره د مبارزې ماموریت مخته وړل دي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ چې ورسره سم ترکيې د سوريې سره پر پوله د هغه کردي وسله والو پر ضد عمليات پيل کړل چې ترکيه يې ترهګر بولي.

امریکا تر دې وړاندې په سیمه کې د کرد وسله والو ملاتړ تر شاه درلود چې وخت ناوخت يې په سيمه کې د داعش پرضد ګډ عملیات ترسره کول.

دا مهال په سیمه کې د عملیاتو پر سر د امريکا او ترکيې حالات ترینګلي دي چې امریکا د ترکيې پر ځينو لوړپوړو چارواکو بنديزونه لګولي او غوښتنه کوي چې عملیات دې ودرول شي.

د راپورونو له مخې، ترکيې یوه لوړرتبه امریکايي پلاوي سره موافقه کړې چې تر ۱۲۰ ساعته پورې د سوريې په شمال کې پوځي عملیات دروي خو کرد مليشه ځواکونه به د سوريې پولې ته نږدې له امن سيمو ووځي.

په عين حال کې د امریکا دفاع وزارت یوه بل چارواکي ويلي چې عراق ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو پريکړه قطعي نه ده او که سوريه کې حالات خراب شي نو امريکايي پوځيان به یو ځل بيا هلته خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button