(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۸، یکشنبه)
د دایکندي ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې کومانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريدونه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په سنګ شېخ سيمه د کومانډو ځواکونو پر مرکز او پوستو ترسره شوي دي.
طالب وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د بريدونو په پایله کې یو پوځي مرکز او یوه پوسته طالبانو نيولې ده.
ځايي امنیتي سرچينې وايي، کومانډو ځواکونو پر طالبانو بريد کړی خو د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوی دی.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، د کومانډو ځواکونو تعرضي بريد له ناکامۍ سره مخ شوی، د یوه قوماندان په شمول څوارلس کومانډو عسکر وژل شوي، د هغوی اووه ميله وسلې، څلور د شپې دوربنينونه او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
سیمه ييزې امنيتي سرچينې په ياد برید کې د عسکرو مرګ ژوبله تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

















