حکمتیار ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله یو ځل بیا دموقت حکومت غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار د یوځل بیا دموقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې تېرې ټاکنې له درغلۍ ډکې وې او په خبره یې هېڅ ټیم هم په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی نه دی.
هغه زیاته کړه د هوا د سړښت له امله دویم پړاو ټاکنې نه شي ترسره کېدی نو تر راتلونکي پسرلي پورې باید یو موقت حکومت جوړ کړل شي او هغه دې دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي.
حکمتیار دغه راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې رایې په شفافه توګه وشماري او هغه رایې حساب نه کړي چې درغلي پکې شوې ده.
دده په خبره تر دې دمه یو میلیون داسې رایې مشخصې شوې دي چې هغه په درغلۍ او فساد صندقونو ته اچول شوې وې.
حکمتیار تر دې وړاندې هم ټاکنو کې پر شویو درغلیو، بایومیتریک دستګاوو پر نادرکۍ او ټاکنیز بهیر کې دخارجي کړیو پر لاس وهنې اندیښنه ښودلې وه، او ویلي یې وه که حق یې تلف شي؛ له نورو لارو به یې دفاع وکړي.



