مايک پمپيو: امريکا افغان سولې ته ژمنه ده

کابل ټکی کام (ايکشنبه، ٢٨ تله ، ۱۳۹۸ل)

د امريکا دبهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د شنبې په ورځ وويل چې واشنګټن افغان سولې ته ژمنتيا لري، دا په داسې حال کې چې د افغانستان د ننګرهار ولايت په يوه جومات کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پومپيو د شنبې په ورځ په يوه بيانيه کې ويلي دي: “موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ يو چې هغوی يوازې سوله او داسې راتلونکی غواړي چې د تاوتريخوالي له دغسې وحشتناکو کړنو څخه پاک وي.”

د هغه اشاره د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې د جودرې سيمه کې شوې چاودنې ته وه چې ۶۹ تنه پکې ووژل شول او نژدې ۵۰ تنه نور په کې ژوبل شول.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي وويل چې دغه جومات په يو وخت کې د څه د پاسه ۱۵۰ تنو ظرفيت لاره او ډک وو کله چې بمونه پکې وچاودل. د ښاغلي قادري په وينا: “د ۶۹ تنو جسدونه د ماشومانو او سپينږيرو په ګډون اوس خپلو خپلوانو ته تسلیم شوي دي.

ورته وخت کې د افغانستان د سولې او پخلاينې له پاره د امريکا متحده آيالاتو ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد هم د جمعې په ورځ په يوه ټويټ کې ليکلي چې له يوه امريکايي جنرال سره په خبرو کې چې افغانستان ښه پېژني په دې اړه د دوی نظرونه سره شريک ول چې د افغانستان د جګړې سياسي حل ته اړتيا ليدل کيږي.

د هغه په خبره: ” موږ توافق وکړ چې يو سياسي حل چې متحده آيالات له تروريستي ګواښونو څخه ساتي، موږ ته د دې اجازه راکوي چې د جګړې بار راکم کړو چې دا زموږ د ملي ګټو مطابق د افغانستان د دوو لسيزو پرمختګونه هم ژغوري”.

مربوطه مطالب

Back to top button