ساینسپوهانو په ۳۶ زره پاخه عمر لرونکو کسانو چې غوښتل خپل بدن نورمال او فیټ وساتي هغوئ غیرنورمال ورزش چې هغه باید ځوانان وکړي دې پاخه عمر کسانو وکړ چې اکثره پر ځاې ددې چې هغوئ ته ګټه ورسوي زیان ورساوه.
یوې برتانوۍ تحقیقي جریدې چې تازه نشر شوي راغلي، په ځوانۍ کې ورزش کول هره ورځې باید معمول وګرځول شي ددې ډیرې ګټي صحت ته رسیږي او انسان عمر ورسره اوږدیږي او هغه کسان چې ځواني په غفلت کې تېروي او بیا په بوډاوالې کې ورزش کوي دا ورزش ددې پر ځاې چې ګټه ورسوي برعکس زیان رسوي، هو! که بیا هم په بوډاوالي کې ورزش کوي نو باید یو پوه ډاکټر څخه مشوره واخیستل شي.
امریکايي او برتانوي څېړونکو په ګډه د زیات وزن لرونکو او د هغوئ د عمرپرتلیزه تحقیق کړي دوئ وايي، هغه کسان چې عمر يې ۲۰ کلونو ته رسیدلي وي تر ۴۰ کلونو پورې باید خپل وزن کنترول کړي که چېرې دا کار ونکړي نو د داسې کسانو د وخت څخه د مخه مړ کیدو چانس ډیر ده، اکثره هغه کسان چې وزن يې ډیر او د زړه په ناروغیو اخته وي که دا کسان غیر نورمال ورزش وکړي نو د وخت څخه د مخه مړ کیږي، ددې څېړونکو کسانو څخه پروفیسور ان پین وايي، هغه وخت چې غیرنورمال ورزش کوي او مړ کیږي له دې دا ښه ده چې کوچینوالې شروع تر ځوانۍ او بوډوالې پورې ورزش وکړي تر څو سالم صحت ولري.

















