راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري
په اروپا کې له میشت افغانانو سره په لایف ډول د یوه با احساسه مجاهد او مبارز افغان مرکه چې له یوه ویډیو کلیپ څخه پلې شوې او د خورا اهمیت درلودلو له کبله یې خپروو.
مونږ که له تاسې سره لایف ته راشو که رانشو پر مونږ د پنجابي ټاپه لګېدلې ده، مونږ که د خپل ملک د دفاع خبره کوو، که د اشغال خبره کوو، که مونږ د امریکایانو د وتلو خبره کوو، که مونږ په افغانستان کې د روان ظلم او وحشت خبره کوو، مونږ که وایو په افغانستان کې ناټو او امریکا ظلم کوي نو پر مونږ د اروپا د سګ شویانو لخوا ټاپه لګېدلې (تاته دې دېوال وي).
هغه څوک چې په اروپا کې سوسیالستانو سره ناست دی افغانستان ته له ډاره راتلای نشي دلته زمونږ سرښندنې زمونږ ویاړونه زمونږ قربانۍ بل چاته منسوبوي، هغه څوک چې نن د احمدشاه بابا په تاریخ باندې ویاړ کوي زه هغوی ته اعلان کوم چې سبا به ستاسې بچیان هم د طالبانو په قربانیو باندې ویاړ کوي، ستاسې بچی به په زغرده دا ووایی چې داسی خلک په افغانستان کې وو چې اته څلویښت ملکونه یې په ګونډو کړل، داسې څوک په افغانستان کې وو چې د افغانستان له نوامیسو نه یې دفاع وکړه، داسې یو څوک په افغانستان کې وو چې په افغانستان کې قرآن شریف په ډزو ویشتل کیدو او هغوی سینو نه بمونه وتړل او ورڅخه یې دفاع وکړه داسې څوک په افغانستان کې وو چې د وا معتصماه! غږونه پورته کیده او دوی دهغوی غږ واوریدو او په سینو پورې یې بمونه وتړل او د امریکایانو په بیسونو کې ننوتل خو متأسفانه زمونږ ټولو قربانیو ته په دې نظر کتل کیږي چې دا د پنجاب خلک دي.!!
زه وایم شاباس!
که د پنجاب خلک دي او که د هر چا خلک دي تاسې باید ټکري په سر کړئ بنګړي واچوئ چې پنجابیان د ارګ دروازو ته در ورسیدل د شرم خبره ده چې د خپلو وروڼو چې ځانونو ته افغانان وایي، لر پښتنو ته ګل خانان وایي زه وایم تر تاسې بې غیرته خلک، تر تاسې بې وجدانه خلک په ټوله نړۍ کې نشته چې زه خپلې سینې پورې بم تړم د خپل ناموس نه دفاع کوم زه مجبور یم زه نور وسایل نه لرم زه د 52 په مقابل کې وسله نلرم زه د بمونو مور په مقابل کې ضد نلرم زه ډرون نلرم زه مجبور یم چې له خپل خواږه وجود نه بمونه وتړم او د امریکایانو په بیس ورشم.
زه چې د خپل وجود په غوښو باندې دفاع کوم زه پنجابی یم ته چې د اروپا سوسیالو ته ناست یې ته افغانی یې!؟!؟!
ته چې هلته د انګریزانو سپی وینځې ته نر افغان یې زه چې په خپل وطن کې په خپله خاروه کې خپل ناموس نه دفاع کوم، زه چې غرو ته جیګ شوی یم خپل بچي مې پریښي کور مې پریښی دی شپه او ورځ په کلي کې ځای نلرم په کور کې ځای نلرم په خپل وطن کې دغه امریکایان راغلي مونږ یې له کوره لرې کړي یو مونږ یې مسافر کړي یو دوی ته زما د کور اجازه چا ورکړې چې زما دروازې ماتوي؟ دا امریکایان، زما په بام باندې راخیژي زما انګړ ته دا شین سترګي ځناور راکوزيږي دا جازه امریکایانو ته چا ورکړې ده؟
په کوم قانون د دنیا کې ده چې څوک دې زما انګړ ته راشي زما د زنانه و تر مخ دې زما لاسونه شاته وتړي او زندان ته مې دې بوځي؟؟؟
دا د دنیا په کوم قانون کې ده زه دموکراتانو ته وایم زه دغه ډول خلکو ته وایم زه ملګرو ملتو ته وایم چې دغه ظلم چې مونږ سره کیږي ولې پرې سترګې پتول کیږي؟؟؟
پرون دې طالب ته تروریست ویل نن د طالب سره په یوه میز باندې ناست یې د سولې او امن ضمانتونه ترې غواړې چې ما پسې امریکا ته رانشې!؟!؟!
تا دلته کوم ظلم ونکړ؟ تا د ټولو نه غټ بم په افغانستان کې استعمال کړ! تا زمونږ جوماتونه وران کړل! تا زمونږ حافظان د قران په وینو کې ولمبول! تا مدرسې بمبار کړې تا ودونه بمبار کړل تا دوه کلن او درې کلن ماشوم ته کرنیل او جرنیل د پاکستان وویل همدا انصاف ملګرو ملتو راکړ همدې ته دموکراسي وایی همدې ته آزادي وایي؟
ای د اروپا سګ شویانو!
زه چې کله تاسې سره لایف ته راشم ماته ښکنځل کوئ، ماته ناموس ګفته بد وایاست ماته د پنجاب غلام وایاست، زه به هغه ځای ته ځم چې زما عزت وي زه به هغه ځای نه خپل غږ اوچتوم چې زما غږ اوري، زما آواز خلکو ته رسوي، زه تا مجبوره کړی یم چې د بل چا کور ته ورشم تا مجبوره کړی یم چی زه پنجابي ته لاس ونیسم ولې زما تر څنګ نه دریږي؟ ولې دغه امریکایی وحشیان چې په افغانستان کې ظلم کوي وحشت کوي؟ زمونږ کورونه یې وران کړل ولې د دوی په مقابل کې نه راسره دریږي ولې دې د ټولې نړۍ کفارو ته یواځې پریښودم؟؟؟
دغه قرآن کریم چې پرون امریکایانو په باګرام کې په مرمیو سوری سوری کړ، د دې دفاع یواځې په طالب باندې فرض ده که د نړۍ په ټولو مسلمانانو ؟
ای د عربو شیخانو!!!
امریکایانو دلته نور څومره ظلم وکړي چې تاسې جهاد فرض وګڼئ؟ امریکایان نور څومره وحشت وکړي چې د نړۍ مسلمانان له مونږ سره ودریږي؟
زمونږ دغه برحقه مبارزه دغه وسله چې مونږ د امریکایانو په خلاف پورته کړې ده مونږ دې ته مجبور شوي یو، زمونږ پر ملک 48 ملکونو یرغل کړی، زمونږ کورونه او جوماتونه یې وران کړل، زه په خپل ملک کې په خپل کور کې پردی یم.
ای د نړئ کفارو!
ته چې پرون په ډیر غرور او تکبر افغانستان ته راغلې، تاسې طالبانو ته تروریستان ویل، ای! دوی به مونږ ته څه ویل؟؟:
ویل به یې بس تاسې دوه آپشنه لرئ یا به مړه کیږئ یا به زندان ته ځئ!!!
تسلیمیدل یې هم نه منل، دا د افغانانو قرباني وه، دا د هغو سرښندونکو مجاهدینو کارنامې وې چې امریکا دې ته مجبوره شوه چې نن طالب سره ناسته ده نن د سولې خبرې کوي.
امریکا په ملا ماته ده ناټو دړې وړې ده.
خو افسوس اسلامي ملکونو او مسلمانانو او خپلو افغانانو ته چې دې کفري ځواک ته یې مونږ یواځې پریښودلو، برسیره پر دې اوس لا مونږ ته پیغورونه هم راکوي، نور مونږ څه وکړو؟؟؟ یو خوږ وجود خدای راکړی له هغې مو هم بمونه وتړل، د خپل ناموس نو مو د خپل بدن په شیندول دفاع وکړه.
ای!
دغه قران کریم چې پر رسول الله ص باندې نازل شوی دی دفاع یې په ټولو مسلمانانو فرض ده خو مونږ یواځې طالب یې دفاع ته پریښی دی، آیا تاسې ته په یاد دي چې امریکایانو په سپی باندې کلمه ولیکله؟؟؟
اي!
دوی هغه حافظان چې قرآن کریمونه یې په لاس کې وو، دستار بندي یې کوله مورکۍ یې ورته په تمه وه چې نن به مې ځوی راشي غاړه کې به ګلونه ورته اچوم، هغه یی په وینو سور ود مورکۍ مخې ته ولیږه، نور څومره ظلم وکړي؟؟؟
ای!
قرآن کریمونه په وینو سره پراته وو، دفاع یې یواځې طالب ته پریښې ده، ډیر د افسوس ځای دی.
ډیر دردونه دي زمونږ په زړه کې د میډیا آزادي نشته چې مونږ خپل غږ پورته کړو، زمونږ په خولو باندې دې دموکراتانو رابړټیپ لګولی د بیان د آزادي په نوم چې څوک راغلي مونږ غږ اوچتولو ته نه پریږدي، زمونږ بچي وژنی خو چې غږ پورته کړو وایي دا تروریستان دي، دا ترهګري دي.
ای!
د پنجابي په نوم باندې، ټول افغانستان یې په باروتو وسوځاوه، که ته رښتیا نر یې او له پنجابي سره جنګ کول غواړی نو ډیورنډ لاین باندې ورسره وجنګیږه دې خوا هم فوځیان دې او هاخوا هم خو ته درواغ وایې، ته منافق یې!
څه موده وړاندې همدغه اشرف غني پاکستان ته ځان سره ښځې بوتلې، دا غلام نه دی او زه غلام یم؟
ای!
زه چې د پاکستان غلامي کوم ولې د امریکا غلامي نه کوم؟ ولې شنې ډالرې نه اخلم؟ ولې په نیویارک کې عیش او عشرت نه کوم؟ چې د پاکستان غلامي کوم، خو زه غلامي نه کوم زه غلام نه یم.
ځینې پلرونه ځامنو ته وایي جهاد مه کوئ، هغوی ورته وایي جهاد به حتما کوو که په کور مو نه پریږدي بیخي کور ته هم نه درځو خو جهاد ته به ادامه ورکوو، او سنګر ته به ځو، مجاهدین په دې اړه د پلار هم نه مني.
د خدای په ذات مو دی قسم وي هغه مهال به مو کله هم هیر نشي چې تاسې رډ رډ کتل او پر مونږ سره اورونه بلیدل د ټولې نړۍ مسلمانانو مونږ ته کتل، او د دوه څلویښت ملکونو د الوتکو له خولو نه پر مونږ اورونه وریدل، او د افغانانو پر سینو باندې د دوی مرمۍ سړیدې، ټولو ننداره کوله.
خو لله الحمد د الله ج په نصرت باندې هغه امریکا چې نور خلک یې بې اجازې اودس ماتی نشی کولای همدغو طالبانو ماته کړه ټولو نړیوالو او اسلامي نړۍ ته یې تبریکي وایم، امریکا نوره ماته ده امریکا نوره ختمه ده ناټو دړې وړې ده، له افغانستانه به خامخا ووځي او په رب قسم که ونه ووځي مونږ داسې فدایان لرو داسې زمري لرو چې په زور به یې وباسو، زارۍ ورته نه کوو، وچ په زور یې باسو، مونږ سره کابلی سوکان شته مونږ سره فدایان شته مونږ سره غازیان شته مونږ سره اتلان شته ، مونږ د هیچ شی کمی نلرو امریکا که اتوم لري مونږ فدایان لرو، مونږ ایماني جذبه لرو.
ای امریکا!
چې څومره زور درکې وي ویې وهه چې سبا یې بیا ارمان ونکړې.
چې لوی سر په آزادۍ ګرځوی نشي
داسې سر دې له تنې څخه ګوزار شي
















