کله چې موږ د تېز منډه وهونکو ژوندي موجوداتو خبره کوو نو زموږ ذهن ته پړانګ، هوسۍ او داسې نور حیوانات راځي خو که د ورو تګ خبره کوو بیا میږيان او نورې وړې حشرې ذهن ته راځي خو نن د داسې میږي په اړه خبره کوو چې هغه له ټولو تیز منډه وهونکی ده هغه میږۍ سلور نومیږي.
سلور میږۍ(Cataglyphis bombycina) چې په صحرا ریګستان کې ژوند کوي د میږیانو له نسل څخه تېزترین میږيان دي دا په یو ثانیه کې ۸۵۵ ملي متره منډه وهي یعنې په یو ثانیه کې ۳۳،۶۶ انچه، دا که څه هم لږ فاصله ده خو د میږي د بدن له لحاظه دا یو ډیره اوږده فاصله ده.
پوهان وايي، که سلور میږۍ په همدې ډول منډه ووهي نو یو ساعت کې ۸۰۰ کیلومتره فاصله کیږي، سلور میږیان چې صحرا ریګستان کې اوسیږي د هغه ځاې اب هوا سره ځان اعیار کړي، د ورځې په دغه ریګستان کې د ګرمۍ درجه حرارت ۵۰ سانتی ګراد وي خو د ځمکې تاوو دومره شدید وي لکه تبۍ خو بیا هم دا میږیان پرې منډې وهي دا میږیان د اوږدو پښو په مرسته خپل بدن د ریګ څخه پورته وړي چې دا خپله د ګرم ریګ سره ددوۍ بلدتیا ښي، بل ددوې په بدن کې داسې پروټین شته چې هغه دا ګرمي زغملي شي.
دغه میږیان د ورځي هم له خپل کوره لرې نه ځي یوازې خپل خوراک پیدا کړي او بیرته کورته ستنیږي ددې میږیانو پر بدن تېره ویښتان تر ډیره حده ګرمي بیرته منعکس کوي ددې میږیانو زیاتره خوراک مړه شوي حیوانات وي هغه خوري او بیرته خپلو سوریو(کورونو) ته ستنیږي.

















