د اوربند له اعلان سره سره لاهم شمالي سوریه کې نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ تله ، ۱۳۹۸ل)

د ترکي ځواکونو او کردي ملېشو ترمنځ د پنځه ورځني اوربند سره سره د ترکیې او سوریې په سرحد کې لاهم نښتې شوې دي.

که څه هم د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند پر ځای دی خو د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي، چې اوربند ناکام دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي امریکا له ترکیې سره ښه پرمخ ځي او سوریې سره د هغه هیواد قرارداد چې د امریکا په منځګړیتوب رامنځ ته شوی، پر ځای دی.

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی که کُردي جنګیالي د څلورو ورځو په موده کې له ټاکل شوې سیمې دیرش کیلومتره په شا نه شي دوی به خپل عملیات له سره پیل کړي.

بلخوا د سوریې حکومتي ځواکونه او کردي جنګیالي د هغه هېواد شمالي ښار کوباني ته تللي څو له ترکي ځواکونو سره احتمالي جګړې ته ځانونه چمتو کړي.

یاده جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې دسوریې له شمال څخه امریکایي ځواکونه ووتل، او ترکي ځواکونو دکردي ملیشو خلاف دیوې امنې ساحې رامنځنته کولو په پار جګړه پیل کړه چې لاهم روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button