ايران: د تیلو په ذخیرو کې پراخ اور لګیدلى

کابل ټکی کام (ايکشنبه ، ٢٨ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ایران خوزیستان ولایت ته نژدې د عراق په پوله آبادان ښار کې د تیلو په ذخیرو کې اورلګیدلى.
د ایران د رسمي دولتي آژانس ايرنا د خبر له مخې د هیواد تر ټولو د لویو ذخیرو په ۵۵ مه برخه کې د ذخیرې د لیکیدو په نتيجه کې پراخ اور لګیدلى.
اور نن سهار وختي د آبادان د تیلو په ذخیرو کې رامنځته شوی، د يادو ذخيرو د رسنيو دذبرخې مسئول سید علي نوربخشي خبري رسنیو ته ویلي چې اور لګیدنه په ډیره کمه موده کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه. په دې پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د خلیج په سیمه کې د انرژۍ پر مرکزونو د بریدونو د کچې د لوړیدو له امله د دې اورلګیدنې نه وروسته هم د برید ادعاګانې رامنځته شوې.
د روان کال د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه د سعودي عربستان د تیلو د دولتي شرکت اړوند د تیلو په لویو چاڼځایونو د ډرون الوتکې په مټ برید شوی و، چې مسئولیت يې يمني حوثيانو په غاړه اخیستی و.
همداشان څه موده مخکې هم د سعودي عربستان جدې ښار ته نژدې د ایران په یوه ټانکر برید شوی و.



