ميدان وردګ: د والي په موټريز کاروان موټربم بريد شوی

کابل ټکی کام (ايک شنبه ، ٢٨ تله ، ۱۳۹۸ل)
د سیمه ایزو خبري رسنیو د خبر له مخې شېبه وړاندې د ميدان وردګو ولايت د والي مظفرالدین یمین په موټريز کاروان سرتيرى بريد شوى.
ویل کېږي پېښه نېږدې درې بجې رامنځ ته شوې.
دسرچينو په وينا بريد د موټر په وسيله شوى.
د میدان وردګ ولايت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د برید هدف د والي موټر و; خو هغه ددې برید نه روغ وتلی دی.
له بل لوري د یاد ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي سردار محمد بختیاري بیا خبري رسنیو ته ویلي چې په برید کې ۳ تنه پولیس وژل شوي او د والي د یو تن ساتوونکي په ګډون ګن شمېر کسان ټپيان شوي دي.
تراوسه دبريد مسٶليت چا نه دى منلې.
خو په وروستيو کې افغانستان کې په ميشتو امريکايي عسکرو او حکومتي چارواکو د طالبانو بريدونه ډېرشوي چې هره ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ کې ګڼو دولتي او بهرنيو عسکرو ته پکې درانه تلفات اړوي.



