صليبيان له مسلمانانو سره په درېوو محاذونو کې جنګېږي!!

غورځنګ

له کومه وخته چې د مسلمانانو د زوال پيل شوی دی، کافرانو د مسلمانانو په خلاف درې محاذونه خلاص کړي دي او په درېوو ډګرونو کې د مسلمانانو پر وړاندې کلک ولاړ دي او مسلمانان يې تر اوسه پورې تر خپل حملو لاندې نيولي دي.

۱ــــ د جنګ ډګر( جنګي محاذ):

له کومه وخته چې کافرانو قوت موندلی دی او د خپلو نيکونو غچ يې په زړونو کې ساتلی دی، له هماغه پيله يې تر اوسه پورې پر مسلمانانو باندې وخت پر وخت حملې کړي دي او لا تر اوسه پورې لګيا دي د مسلمانانو په خلاف ډول ډول پرمختللې اسلحې او لرې ويشتونکي توغندي جوړوي.

د کافرانو جنګي محاذ له هغه وخته پيل شوی دی کله چې د عباسيانو خلافت پر اسلامي نړۍ د جنګېزي مغلو په لاسونو ړنګ شو. کله چې چنګېزي وحشت پای ته ورسېده نو ورپسې متصل صليبي جګړو هم زور ومونده او د اروپا د کليساګانو پاپانو په اتفاقي ډول خپلو صليبي پيروانو ته وويل چې اوس مو د نيکونو د غچ د اخيستلو موقع ده. نو يې په ۱۰۹۶ عيسوي کال تر ټولو لوی پاپ چې اروبان نومېده؛ صليبيانو ته اعلان وکړ چې ګواکې په بيت المقدس کې زر کاله وروسته عيسی عليه السلام راکوزېږي او هغه څوک بختور دی چې بيت المقدس ته يې ځان ورساوه او نوموړی ښار يې له مسلمانانو څخه ونيو.

په دې وخت کې صليبيان تيار د اروپا له فيوډالي نظام څخه تنګ راغلي وو، او دغه نظام چې چارواکي يې ظالمان وو، دغه نظام صليبيان په طبقاتو وېشلي وو او صليبيان له دغه ډول نظام څخه ډېر سخت په تنګ وو، نو ځکه يې د اوربان پا نامه پاپ غږ ته هرکلی ووايه او دستي سره په  لښکر کې راجمع شول او بيا يې پر اسلامي سيمو لکه عراق، شام، فلسطين او نورو عربي اسلامي هېوادونو باندې زوروره حمله وکړه.

د دغې حملې په ترڅ کې که څه صليبیانو د بيت المقدس او د فلسطين نور ښارونه ونيول خو بيا يې هم پر وړاندې د سلطان صلاح الدين ايوبي، نورالدين زنګي او نورو اسلامي اتلانو بېرته اسلامي سيمې ورڅخه ونيولې.

نو لنډه دا چې صليبيانو د مسلمانانو پر وړاندې خپل صليبي محاذ له هماغه وخته پيل کړی دی او دا دی تر ننه پورې يې دوام ورکړی دی.

خو بايد ووايو چې صليبيانو په جنګي ډګر کې هر وخت له مسلمانانو څخه ماتې خوړلې او د مسلمانانو له سيمو څخه په ډېر ذلت او رسوايۍ سره وتلي دي.

۲ـــ د مسلمانانو مشران او حکومتي چارواکي غداران جوړول:

د صليبيانو دغه پلان ډېر د کار پلان وو، يعنې په اسلامي نړۍ کې چې تر اوسه پورې کوم نظامونه صليبيانو ته مايل نظامونه دي او د صليبيانو په لاسونو باندې جوړ شوي دي، د همدغه ډول تش په نامه غدارانو مسلمانو چارواکو په لاسونو باندې پر مسلمانانو باندې تنفذېږي.

دا د صليبيانو دويم او خورا کامياب محاذ دی چې اسلامي سيمې يې زياتره د همدې محاذ له مخې په معنوي لحاظ تر خپل ګُرت لاندې راوستلي دي، د بېلګې په ډول په اوسنيو زياترو اسلامي هېوادونو باندې د صليبیانو په لاسونو جوړ شوي جمهوري نظامونه حاکم دي او د هماغوی جوړ شوي مدني قوانين يې پر خپل مسلمان ولس باندې نافذ کړي دي، ان تر دې چې رخصتي يې هم د يکشنبې ورځې ته اړولې ده. او قضا، فيصله، اجرائيه ارګانونه، پارلماني سيستم، د محاکمو سيستم، د پوځ جوړونې سيستم، بانکي اقتصادي سيستم، سودي بانکي سيستمونه او نور ټول سيستمونه يې د صليبيانو هوبه هو له صليبيانو څخه اخذ کړي دي.

چې په معنوي لحاظ ټوله اسلامي نړۍ د صليبيانو تر دا ډول تسلط لاندې ده.

دا محاذ د صليبيانو له پاره خورا ګټور دی.

۳ــ  تبليغاتي محاذ:

صليبيانو ته چې کوم وخت سلطان صلاح الدين ايوبي ماتې ورکړې او له اسلامي سيمو څخه يې په بشپړ ډول صليبي ټغر ورټول کړ نو دوی په دې درېم او دوم ډول محاذونو باندې خورا په غور او دقت سره کار پيل کړ، دا دريم ډول محاذ نو بيا بلکل د صليبيانوپه ګټه دی.

په دغه محاذ کې صليبیانو د مسلمانانو ټول تبليغاتي ماشينونه د پيسو په زور په خپل واک کې نيولي دي او د خپلو ګټو او پر اسلامي ټولنو باندې د خپلو شومو يرغلونو د ښه او مؤثر ښودلو لپاره يې يې مسخر کړي دي.

د بېلګې په توګه که اوس ټولنيزو رسنيو، راډويۍ چينلونو، تلوېزيوني چينلونو، انټرنېټي شبکو، اخبارونو، مجلو، جريدو او نورو د تبليغاتو ټولو وسائلو ته وګورو نو په سلو کې ۹۰ يې د کفارو د ګټو لپاره تبليغات کوي، نو په دې اساس د صليبيانو هر ډول پلان په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې تطبيقيږي.

د کفري په دې محاذ کې تر ټولو قوي رول رسنۍ لوبوي.

په پای کې وايو چې صليبيانو که څه په لومړي يعنې جنګي محاذ کې د مسلمانانو له لاسونو څخه ماتې خوړلي دي خو په وروستيو دوو محاذونو کې بيا دوی بريالي ښکاري.

مربوطه مطالب

Back to top button