ثبات او همپالنې ټيم: ځانګړو ځواکونو پر ټاکنو کمېسيون حمله کړې

کابل ټکى کام(دوشنبه ، ٢٩ تله ، ١٣٩٨ل)

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ دثبات او همپالنې ټاکنيز ټیم ادعا کړي، چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو لخوا د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء په همکاري د دغه کمیسیون پر ډیجیټل مرکز بريد شوی او د رایو ارقامو کې یې ګوتې وهلي.

د ياد ټاکنیز ټيم مشهور غړي علي احمد عثماني نن په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو په وخت غوښتنه وکړه چې د کمیسیون تخنیکي برخې ته د امنیتي کسانو د ننوتلو موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.

نوموړي وویل: ” تېره شپه له ماښام وروسته د کمېسیون له خوا د ثبات او همپالنې څارونکي په دې پلمه دکمېسيون له ډيجيټل څانګې ایستل شوي وو، چې ګواکې نن کار نه کوي، چې دده په خبره له دې موکې څخه په استفاده د ناکام ټیم «دولت ساز» په غوښتنه یوه ترتیب شوې چاپه و وهل شوه او نتيجو کې يې پراخې درغلۍ کړي دي”.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي بیا دثبات او همپالنې ټيم دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې‏ امنیتي ځواکونو د امنیتي ګواښونو له وجې د کمیسیون د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه ورغلي، او په ياده سیمه کې هیڅ ډول حساس مواد نشته.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د حکومت له رهبري څخه غوښتنه کړې چې باید د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر او د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین خوشال سادات له خپلو دندو ګوښه کړي.

دغه راز د ياد ټاکنيز ټيم دعوه ده، چې د کمېسیون دارالانشاء په خورا سیستماتیکه بڼه غیر بایومتریک شوې رایې سیستم ته داخلې کړي او دا کار په هيڅ ډول ورته د منلو نه دی.

د دغې ډلې یو بل غړي اسدالله سعادتي ګواښ کړی چې که کمېسیون بیا هم د غیر بایومتریک شویو رایو څیړلو ته دوام ورکړ، په ضد به يې پاڅون وکړي او په هيڅ صورت به هم د ۲۰۱۴م کال په څېر معامله ونه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button