زلمي خلیلزاد؛ دافغان سولې په تړاو خپل نوی سفر پیل کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)

د افغان سولې لپاره د امريکا دبهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خليلزاد دافغان قضیې د حل لپاره له اوږد ځنډ وروسته خپل نوی سفر پیل کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې خليلزاد دا ځل د پاريس، بلجيم او مسکو په سفر بوخت دی.

وزارت نور زیات جزیات نه دي ورکړي چې نوموړی به طالبانو سره بیا ځل خبرې پیل کړي که نا؛ خو ډیری امریکایي چارواکي دخبرو په بیا پیل تاکید کوي.

دطالب او امریکایي چارواکو لس میاشتني مذاکرات وروسته له هغه لغوه شول چې طالبانو دهېواد پلازمینې کابل کې په بهرنیو ځواکونو غبرګ بریدونه وکړل او درنده مرګ ژوبله یې ور واړوله.

دمذاکراتو له لغوه کېدا وروسته میاشتې اوړي خو ډیری لوړ پوړي امریکایي چارواکي دمذاکراتو په لغوه کېدا خواشیني دي، او دیادې جګړې د پایته رسېدا لپاره ژر تر ژره د یو توافق غوښتنه کوي.

Related Articles

Back to top button