کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٢٩ تله ، ١٣٩٨ل)
پاکستاني حکومت د مخالف سیاسي ګوند (جمعیت علماء اسلام) لسګونه غړي نيولي
او د پلازمېني اسلام آباد په ګډون د هيواد په ګڼو ښارونو کې د نيولو لړۍ روانه ده.
مولانا فضل الرحمن د روانې اکتوبر مياشتې په ٣١ مه نيټه د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت پر ضد د “آزادۍ مارچ” تر عنوان لاندې د يو پراخ لاريون اعلان کړي، چې د اپوزيسيون ګڼو نورو سياسي ګوندونو يې هم ملاتړ کړى دی.
پاکستاني رسنۍ وايي شونې ده چې د جمعیت علماء اسلام ګوند په انصار الاسلام څانګې د بندیز ترڅنګ د ياد ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د اکتوبر (۲۶) نيټې نه وروسته په کورکې نظر بند او یا هم ونیول شي.
د سې شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې حکومت د مولانا فضل الرحمن د لاریون د مخنيوي په موخه د هیواد بیلابیلو برخو کې د ياد دګوند د غړو نيول پیل کړي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې “دي نیوز ” د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي: حکومت د:لوړې کچې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د دې لاريون د مخنيوي په هدف به مولانا فضل الرحمن په خپل کور کې نظر بند کوي
خو واکمن ګوند تحریک انصاف په دې اړه خپاره شوي راپورنه ردوي او وايي حکومت د مولانا فضل الرحمن دنيولو اراده نه لري.
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن اعلان کړی چې د روانې اکتوبر مياشتې په ۳۱مه نيټه به د حکومت خلاف په لکونو مظاهره کوونکي اسلام اباد ته ورټولوي او ترڅو یې چې حکومت ړنګ کړی نه وي، احتجاج به جاري ساتي.

















