هلمند کې د ګرمسیر د تحقیق څارنوال وژل شوى

کابل ټکى کام (شنبه ، ٤ لړم ، ١٣٩٨ل)

نن ورځ ماسپښين د هلمند ولايت دمرکز لښکرګاه په نهمه حوزه کې موټرسایکل سپرو د ګرمسیر ولسوالۍ لپاره د تحقیق څارنوال بهاوالدین په ډزو وژلى.

دهلمند ولايت د استېناف د څارنوالۍ رئیس قاري رحیم الله رسنيو ته ويلي چې بهاوالدین په ګرمسیر ولسوالۍ کې د تحقیق دبرخې څارنوال و، خو دنده يې په مرکز لښکرګاه کې ترسره کوله.

نوموړي وايي چې څارنوال بهاوالدین له دفتره کور ته پر لاره و چې د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره وواژه.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم د لومړۍ امنیتي حوزې د سولې د څلورلاري د امنیتي پوستې قوماندان هم د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوى و.

مربوطه مطالب

Back to top button