ټاکنو کمیسیون: د لومړنیو پایلو د اعلان وخت به سبا مشخص شي

کابل ټکى کام (شنبه ، ۴ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ټاکنو کمیسیون یو تن غړي اورنګزیب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، وړاندې تر دې چې د دارالانشا له لورې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان لپاره کوم مهالوېش ټاکل شوی و، د ټاکنو کمیسیون له لورې رد شوی دی، اصلي نیټه به سبا مشخصه شي.

د هغه په خبره، دا مهالوېش ځکه رد شوی چې د پایلو د اعلان لپاره پکې ډېر وخت په پام کې نیول شوی و.

هغه ویلي، د ټاکنو کمیسیون له دارالانشا څخه غوښتنه شوې ده چې د پایلو د اعلان لپاره وخت وټاکي څو دوی وکولی شي د هغه په مطابق لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

اورنګزیب دغه راز زیاته کړې، ټول بایومتریکي اطلاعات مرکزي سرور ته دننه شوي او اوس د بایومتریکي رایو د تصفیی لړې د درملوګ کمپنۍ له خوا روانه ده.

اورنګزیب، د خلکو د رایو پر بنسټ د پایلو د اعلان ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دوی هڅه کوي هر څه ژر لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

داپه داسې حال کې ده چې دځینو نوماندانو له لوري په ټاکنو کې دمشخصو کړیو له لوري دپراخ تقلب راپورونه ورکول شوي، دوی وایي، که غیر بایومیتریکي رایې وشمال شي؛ دوی به له نورو لارو له خپل حق دفاع وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button