کابل ټکي کام (شنبه ، ٤ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا د کاليفورنیا ایالت ځنګلونو کې پراخ اورونه لګېدلي چې له امله یې (۵۰) زره کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي.
کاليفورنیا کې د ځنګلونو د ساتنې د ادارې چارواکو ویلي: د پنجشنبې په ورځ ځنګلي اورونو شپاړس زره هکتاره ځنګلونه وسوځول.
د اورونو لړۍ داوسېدو تر سيمو هم رسېدلى، لسګونه کورونه يې سوځولي او د (۲٠۰۰) زرو کورونو برېښنا يې پريکړې ده.
سیمه کې تېزو بادونو د اورونو په پراخېدو کې مرسته کړې.
د اطفائيې کارکوونکي د اور د مړه کولو هڅې کوي; خو تر اوسه پرې نه دي بريالي شوي.
سیمه يیزې رسنۍ وايي: اور یو شمېر ښارګوټي له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.
تراوسه ديادو اورونو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.


















