اردوغان: د فرانسوي “لي پوینټ مجلې” په مشر محکمه کې عريضه کړې

کابل ټکى کام (يکشنبه ، ٥ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د لي پوینټ مجلې د مشر “اتین ژرنل” او ددې مجلې په لیکوال “رومن ګابرت” په ضد په محکمه کې
دعوه وړاندې کړې.
د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د مدافع وکیل “حسین ایدن” له خوا د انقرې لويې څارنوالۍ ته د ۱۱ مخيزي عریضې په وړاندې کولو سره د نوموړې مجلې په خلاف شکايت ثبت کړ، يادې مجلې د اکتوبر په ۲۴ مه نيټه په خپل لومړي مخ د ولسمشر اردوغان يو انځور نشر کړى و، چې په دې کار ترکيې حکومت سخت غبرګون ښکاره کړ او د ولسمشر دانځور نشرول يې نوموړي ته څرګند سپکاوي وباله.
د ولسمشر مدافع وکيل په خپله عریضه کې لیکلي چې د ترکیې د ۵۲۳۷ شمیرې دجزايي قانون د ۲۹۹ مادې له مخې ولسمشر ته سپکاوی جرم بلل کېږي او د مجلې مسٶلينو دا جرم ترسره کړی دی; نو ځکه ددې خبرې څېړل د ترکيې د عدلې او حقوقي چارواکو صلاحیت او دنده ده.
همداشان په شکايت پاڼه کې دې خبرې ته اشاره شوې چې دداسې قضيو په اړه د ترکيې قضايي قانون ته په کتلو سره د مجلې د مسٶلينو له خوا شوى عمل د فکر او بیان د ازادۍ د اصولو نه سرغړونه او ديو هيواد د مشر په وړاندې د ګستاخي مترادف کړنه ده.
د اردغان وکيل ويلي چې د يادې مجلې مسٶلينو “ارتین ژرنل” او “رومن ګابرت” په خپله لیکنه کې په لوى لاس د ولسمشر اردوغان عزت، شرف او محبوبیت ته ضرر رسوونکې جملې کارولي چې د همدې له وجې مو د هغوې په ضد دعوه پرانېسته.

مربوطه مطالب

Back to top button