د زلمي خليلزاد او ولسمشر غني مخالفت څنګه رامنځته شوی؟؟؟

غورځنګ
کله چې د روان ميلادي کال په سر کې د سولې خبرې اترې پيل شوې نو دوه کسان پکې تر ټولو مهم او رول لوبوونکي کسان ونومول شول، دغه کسان چې د لبنان د بېروت له پوهنتون څخه هم دوره بلل کېدل او دواړه لا تر اوسه هم د پرمختللي سياست د درلودلو او پرې د پوهېدلو دعوه دار دي.
دغه کسان که څه هم په لومړي سر کې د سولې مخالفين بلل کېدل او دواړو د امریک د ګټو لپاره کار کاوه، چې يو يې زلمی خليلزاد او بل يې ولسمشر غني دی، خو د دواړو تر منځ په وروسته په وروسته وختونو کې سخت او ستغ اختلافات رامنځته شول چې دغه اختلافات له طالبانو سره د سولې پر سر لا تر اوسه هم روان دي.
زلمی خليلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل پر مهال په دې نظر وو چې له طالبانوسره د امريکا په ګټه چل ول وکړي، کله به يې په همدې پار له سعودي مرسته وغوښته او کله به يې بيا پاکستان ته مخه کړه خو تر لسو مياشتو وروسته له طالبانو سره د ناستي په ترڅ کې زلمی خليلزاد ايله په دې قانع شو چې طالبان حقاني خلک دي او هېڅ د بل چا تر تاثير لاندې نه دي. خليلزاد دغه ويناوې له طالبانو سره تر لسو مياشتو مذاکراتو وروسته په تلوېزيوني چينلونو باندې وکړې. که څه هم د خليلزاد دغو خبرو په خپل وخت کې له ځانه سره توند غبرګونونه هم لرل او دغه غبرګونونه اکثره د کابل د ادارې د لوړ پوړو چارواکو له لوري تر سره کېدل، په تېره بیا د هغو چارواکو له خولو راوتل چې اوس د دولت ساز ټيم غړي بلل کېږي.
بل خوا بيا د کابل د ادارې ولسمشر اشرف غني له پيله راهيسې د سولې له مذاکراتو سره په يوه او بله بڼه مخالفت ښيي، يعنې کله به چې ډونلډ ټرمپ د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې امريکايي ځواکونه باسم، نو ولسمشر غني به ليک ورته ولېږه چې د امريکايي ځواکونو وېستل به لويه تېروتنه وي.
خو اوس چې تېره مياشت انتخابات هم تر سره شول او ولسمشر ته د دويم ځلي ولسمشر کېدلو ډاډ هم ورکړل شوی دی نو ښکاره وايي چې که طالبان سوله غواړي نو د امريکايي ځواکونو وېستل دې د سولې له خبرو اترو او د سولې له شرائطو څخه وباسي.
او طالبان بايد د امريکايانو پر ځای د کابل له ادارې سره د سولې په باب خبرې اترې وکړي.
خو دا چې تېرې د سولې خبرې اترې د ټرمپ له يوه ټويټ سره په ټپه ودرېدلې نو د شنونکو پر باور په دې کې د ولسمشر غني هم څه نا څه لاس وو ځکه چې ولسمشر غني به ښکاره ويل چې مونږ به هغه ټول کارونه وکړو چې په افغانستان کې د امريکايانو د پاتې کېدلو سبب کېږي.
نو له همدې امله وو چې له ولسمشر غني سره د ده هم د لبنان د بېروت د پوهنتو هم دوره (زلمي خليلزاد) مخالفت پيدا کړ، خليلزاد په افغانستان کې د سولې لپاره خورا ګړندۍ هلې ځلې کولې او ولسمشر غني بيا د امريکايي ځواکونو پاتې کېدلو ته لارې چارې برابرولې، چې له همدې امله خليلزاد د سولې ملاتړی او ولسمشر غني د سولې سرسخت مخالف وبلل شو.
خو امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې بايد د سولې ملاتړ يې کړی وای او د خليلزاد خبرې يې نه وای رد کړې، يعنې هغه مسوده چې د خليلزاد او طالبانو د مذاکراتي ټيم تر منځ برابره شوې وه؛ منلې وای او لاسليک يې پرې کړی وای خو ډونلډ ټرمپ د زلمي خليلزاد پر وړاندې دريځ ونيو او سوله يې لغوه او رد اعلان کړه.
نو په دې وخت کې ولسمشر غني هم څه ناڅه د ډاډ ساه واخيسته چې ګواکې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې دائمي پاتې کېږي او وځي نه.
خو اوس چې تېره ورځ خليلزاد د سولې اړوند يو ځل بيا د خپلو سفرونو ابتداء له اروپايي هېوادونو څخه پيل کړې، په يو ناڅاپي سفر باندې کابل ته راغی، نو پر ولسمشر غني يو ځل بيا د خفګان اثار پرېوتي دي، ځکه چې يو خوا د انتخاباتو پايلې وځنډېدې او بل لور ته بيا د امريکايي لوړ پوړو چارواکو ناڅاپي راتګ هم ولسمشر خورا اندېښمن کړی دی چې هسې نه له طالبانو سره په ګډه د خليلزاد او مېلر چمتو شوې مسوده امريکا لاسليک کړي. چې بیا به د ولسمشر غني واکمنۍ ته پکې جدي ګواښ متوجه شي.
د دغو لوړ پوړو امريکايي چارواکو سفرونه چې لا تر اوسه هم دوام لري، ښايي د ولسمشر په ناخوښۍ دلالت وکړي، ځکه چې يوې خوا د ټاکنو پايلې دا دويم يا دريم وار دی چې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کېږي او بل لور ته دا دی د امريکايي لوړ پوړو او مختلفو لوړو وزارتونو د چارواکو مسلسل سفرونه دي چې لا تر اوسه هم روان دي. نو ولسمشر غني ځکه اوس متزلزل دی، يا هغه د چا خبره د ولسمشر بڼه مړه ده.
نو په پای کې ويلی شو چې د زلمي خليلزاد او ولسمشر غني اختلافات هم د سولې پر سر رامنځته شوي دي، نو پايلو ته به يې انتظار باسو چې د کوم يوه پلان شوې طرحه سمه خېږي او د عمل جامه اغوندي؟؟



