پنټاګون: د ابوبکر البغدادي وژنه تایید کړه

کابل ټکى کام (يکشنبه ، ٥ لړم ، ١٣٩٨ل)

د امریکا پوځ د DNA له ازموینې وروسته د “اسلامي دولت” ياداعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مړینه تایید کړه.
فاکس نیوز د امریکا د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي چې د DNA ازموینې د بغدادي مړینه تاییدوي.

د امريکا پوځ د شنبې په ورځ د سوریې په شمال لویدیز ادلب کې د بغدادي د په نښه کولو لپاره ځانګړي عملیات تایید کړل.

د امريکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ شيبه وړاندې د بغداد د وژلو د عملیاتو په اړه په یوه وینا کې وویل چې هغه ځان د چاودیدونکو توکو په واسطه وژلی او د روسیې ، ترکیې ، عراق او سوریې له کردانو څخه یې د دوی د مرستې له امله مننه وکړه.

“نیوزویک” مجلې د یوه جګپوړي امریکايي پوځي چارواکي او د پینټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې ویلي چې د امريکايى پوځ مرکزي قومانداني د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د عملیاتو لپاره یوه ډله لیږلې وه.

د “نیوز ویک” مجلې د راپور له مخې امريکايي چورلکو د ځانګړي ودانۍ په انګړ کې عسکر کښته کړي، له دې وروسته د ټوپک یوه لنډه جګړه وشوه او بغدادي د چاودیدونکي واسکټ په چاودنه کې ځان وواژه.
مجلې دا راپور هم ورکړى چې د بغدادي مېرمن هم په عملیاتو کې وژل شوې.

په شمالي سوریه کې د الجزیرې خبریالانو د عملیاتو په اړه د ځایی سرچینو د راپور له مخې د جزئیاتو په حواله لیکلي ، چې پېښه د ادلب ولایت د هیرم سیمې د باریشا په کلي کې شوی.
سرچینې وویل چې اته هلیکوپټرو دغه عملیات سرته رسولي او د F-16 ډوله الوتکو په مرسته يې کړي دي.

د سرچینې په خبره عملیات د نیمې شپې شاوخوا پیل شوي او تر څلور ساعتونو زیات یې دوام درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button