(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۶، دوشنبه)
د راپورونو له مخې، طالبانو د کندز ولايت په دشت ارچي او چهاردرې ولسواليو کې پر دولتي پوستو بریدونه کړي چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، طالب ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط په نهرګهنه سیمه کې د دولتي عسکرو پر يوې پوځي قرارګاه برید کړی چې په پايله کې يې قرارګاه د طالبانو لاسته ورغلي ده.
د ښاغلي مجاهد په وينا، د دغه برید په ترڅ کې شل عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي او طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.
دغه راز طالبانو په چهاردرې ولسوالۍ کې هم پر یوه پوسته برید کړی چې د ځايي سرچينو په وينا، پوسته د لنډ مهال لپاره طالبانو نيولې وه او پکې ميشت کم و زيات لسو عسکرو ته مرګ زوبله اوښتې ده.
طالبانو ويلي، په ياد بريد کې ديارلس عسکر وژل شوي، اته تنه نور ټپيان دي او د هغوی وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
په عین حال کې د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشير هم په يادو دواړو ولسواليو کې د طالبانو بریدونه تاييدوي خو پوليسو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.


















