(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۶، دوشنبه)
د امریکا په کلفورنيا ايالت کې د سختې اورلګيدنې له کبله بيړنی حالت اعلان شوی او لا هم دغه اور د پراختیا په حال کې دی.
د کلفورنيا چارواکي وايي، دغه اور چې لومړی په ځنګلونو کې لګيدلی و او وروسته ورسره باد او توپان یوځای د خلکو استوګنو سیمو ته رسیدلی چې نږدې دوه لکه کسانو ته د خپلو سیمو د پريښودو امر شوی دی.
راپور زیاتوي، د دغه اورلګيدو له کبله تر دوه نيم ميلیونه خلک له برېښنا، ترانسپورت او نورو لومړنيو اسانتياوو بې برخې شوي دي.
د کلفورنيا د چارواکو په وينا، د اور وژنې عملې تر اخري اندازې هڅې پيل کړي چې دغه اور ووژني خو لا هم نه دي بریالي شوي.
ويل کيږي، دغه اور خلکو ته مالي زيانونه اړولي ، ځينې ښارونه يې له جدي ګواښ سره مخ کړي خو تر اوسه د سر زيان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.


















