کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)
شاهین: چین ته د ملابرادر اخند او پلاوي سفر په اړه خبرونه حقیقت نه لري
قطر هيواد کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهی هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي د طالبانو سیاسي مرستيال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوي چین هیواد ته سفر کړی دی.
نوموړي “نن ټکي” اسيا ته ویلي چې په دې اړه نشر شوي خبرونه حقیقت نه لري، ملا برادر اخند په قطر کې دی او په خپلو ورځنیو سیاسي فعالیتونو بوخت دی.
د نوموړي په وينا: ځينې داسې معلومې رسنۍ د خپلو موخو او اهدافو لپاره تل داسې بې بنسټه خبرونه او اوازې خپروي.
ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ طالبان او ځينې افغان سياسيون په چین هیواد کې په یوه بین الافغاني غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه چې ټاکل شوې وه دا کتوبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه نيټه ترسره شي، د نامعلومو اسبابو له وجې وځنډېده خو ګمان کیږي چې د امریکا او کابل ادارې د غوښتنې پر اساس به چین د غونډې جوړولو څخه پر شا شوی وي.
له دې وړاندې هم طالبانو په روسیه او قطر کې په دوه داسې کانفرانسونو کې ګډون کړی وو، چې هغه مهال يې هم د کابل ادارې له لوري مخالفت شوی و.


















