کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
د روسیې دفاع وزارت دامریکایي ولسمشر تر ادعا وروسته د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي پر وژل کېدو شک څرګند کړی دی.
د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشکوف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، روسیې تر اوسه په دې اړه هیڅ کره معلومات نه دي ترلاسه کړي چې د داعش ډلې مشر دې د امریکا په عملیاتو کې وژل شوی وي.
سرچینه کاږي، ډېرو کسانو ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې برخه درلوده خو د دوی لخوا وړاندې شویو جزیاتو کې اختلاف موجود دی، نو دغه عملیات د شک وړ دي.
دغه راز ویل شوي، د البغدادي د مړینې په اړه د امریکا څرګندونې به د سوریې پر وضعیت هیڅ اغیز ونه لري.
د یادونې وړ ده، امریکا تر دې وړاندې هم بغیر له کومو شواهدو دبغدادي مړینه اعلان کړې وه چې بیا یادې ډلې د نوموړي یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره رد کړه.


















