فرانسه: په یخچالي لارۍ کې اته افغانان موندل شوي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)

د فرانسې شمالي بندري ښار “کالې” څخه د بريتانيا پر لور په روانه يخچالي لارۍ کې د څلورو ماشومانو په گډون اته تنه پناه غوښتونکي موندل شوي. دغه پناه غوښتونکي چې بخت ورسره ياري کړې ده، ښايي افغانان وي.

په دغه يخچالي لارۍ کې د حرارت درجه اووه سانتي ګريډ وه. د فرانسوي چارواکو په حواله دغه اته کسان د يخ وهلو له کبله روغتون ته انتقال شوي دي. د چارواکو په خبره مهاجرو ويلي چې هغوی د افغانستان دي.

د لارۍ دواړه چلوونکي، چې د “رومانيا” هيواد اوسيدونکي دي، پولیسو نيولي دي. دا چې لارۍ له کومه ځایه روانه شوې وه، لا روښانه نه ده.

انساناني قاچاقبران د خپل عادت له مخې مهاجر په لاريو کې اروپا ته راولي چې له امله یې هغوی له سختو خطرونو سره مخامخیږي.

پنځه ورځې وړاندې د لندن په ختيځ کې په يوه کانتينري لارۍ کې د (۳۹) جسدونو تر موندنې وروسته سختې اندېښنې راوپارولې. د پولیسو د اټکل له مخې ښایي کسان د ويتنام هيواد اوسیدونکي وي.

لومړنيو څېړونو دا په ډاګه کوله چې دغه موندل شوي مړي چينايان وي؛ خو وروسته معلومه شوه چې د ويتنام اوسيدونکي دي. ويتنام په هغو دريو هېوادونو کې راځي چې بريتانيا ته ترې ډېر کډوال قاچاقيږي.

بريتانوي رسنيو د اغېزمن شويو مهاجرو په اړه زړه بوږنوونکې کيسې خپرې کړي دي. دغې لارۍ څخه يوې ځوانې نجلۍ مړژواندي حالت کې خپل پلار ته د مسج له لارې لیکلي و: “زه ساه نه شم ايستلې، زه به مړه شم.”

خو دا چې دغه ځوانه نجلۍ په رښتيا د لارۍ د ۳۹ قربانيانو څخه يوه ده، تر اوسه په رسمي توگه تائيد شوې نه ده.

د پولیسو په وينا د دغو کسانو د هويت معلومول له دې امله سخت شوي چې د قربانيانو خپلوان پخپله هم په غیر قانوني ډول په بريتانيا کې اوسيږو او ادارو ته له ورتگ څخه وېره لري.

له همدې امله پوليسو ډاډ ورکړی چې هغه څوک نه تعقيبوي، چې له پولیسو سره د دې پيښې په اړه کې په تماس کې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button