ليکوال: م. جميل باور
د روانې اوونۍ په پیل کې امریکايي ځواکونو ادعا وکړه، چې د سوریې په شمال ادلب ښار کې يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې یې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی دی.
د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷مه نيټه د امريکا اولسمشر ډونالډټرمپ هم د يو کانفرانس له لارې رسما د بغدادي وژل کيدل اعلان کړل، دا يې د امريکا لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او دغه راز یې د نړۍ د امنيت او ثبات لپاره مهمه وبلله.
له دې ادعا يوازې یوه ورځ وروسته امريکايي ځواکونو د داعش د وياند” ابوحسن المهاجر” د وژلو ادعا هم وکړه، چې د سوريې ديموکراتيک پوځ هم دعوه وکړه چې پټنځای يې د دوی ځواکونو موندلی و.
خو داچې د داعش د مشر او وياند د وژلو ادعا به تر کومه ځایه حقيقت لري؟ او د وژل کيدو په صورت کې به يې پر نړۍ اغيزې څه وي؟ په دې اړه کارپوهان بېلابېل نظرونه لري. د بغدادي د وژلو ادعا ته د غبرګونونو په لړ کې روسيې دې پيښې ته د شک په سترګه کتلي او يوه ډراماتيکه لوبه یې ګڼلې ده.
د حالاتو ډېری معتبر مبصرين او څيړونکي هم په دې آند دي، چې د دې ادعا ترشا ځينې پټ اهداف دي، د بېلګې په ډول: د امريکا کانګرس فيصله کړې چې د سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د رايستلو او ځينو نورو موضوعاتو په هکله، ټرمپ استيضاح کړي.
دغه راز نوې سروېګانې ښيي چې په امریکايي اولس کې د ټرمپ محبوبيت ورځ تربلې د کمېدو په حالت کې دی، نو په دې اعلان سره ټرمپ غواړي د کانګرس اعتماد ترلاسه کړي او تر راتلونکو ټاکنو امريکایي اولس کې د خپل لويدلي محبوبيت فيصدي يوڅه لوړه کړي.
په هرحال که د بغدادي د وژلو ادعا حقیقت هم ولري، فکر نه کيږي، چې د نړۍ، په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو، پر امنيت دې کوم مثبت اغېز ولري؛ ځکه چې په نړۍ کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ اصلي عامل په خپله د امریکا استعماري او استثماري سیاست دی.


















