پاکستان؛ افغانستان ته د اوړو صادرات بند کړل

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

پاکستان نن په یو ناڅاپي اقدام کې یاد هېواد کې د اوړو په قحطۍ او پر بیو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز ولګاوه.

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان په دې تړاو ټولو ادارو ته امر کړی چې دوی د غنمو اوړو ته سخته اړتیا لري او باید دمګړۍ افغانستان ته د اوړو صادرات بند شي.

محمود خان وايي، دوی اړ دي چې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ۳۰۰ زره ټنه اوړه ذخیره کړي او د احتکار کوونکو پر وړاندې هم مبارزه وکړي.

نوموړی وايي، دا حکم یې د یوې میاشتې لپاره ورکړی دی، که له هغې وروسته حالاتو بدلون موندلی و؛ بیابه دموقع مناسب خپله پرېکړه کې بدلون راولي.

پاکستان داسې مهال افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز لګوي چې یاد هېواد کې ۲۰ کیلوي تروړه تر ۱۰۰۰ کالدارو رسېدلې، او ولسي وګړي د نرخونو له لوړوالي سر ټکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button