کریکټ؛ icc پر ټکړه بنګليدیشي لوبغاړي شکیب الحسن بندیز ولګاوه

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧ لړم ، ١٣٩٨ل
د کریکټ نړيوالې شورا(icc) د بنګله دېش د کریکټ ملي ټيم پر تکړه لوبغاړي او لوبډلمشر شکيب الحسن د اختلاس په تور د دوو کلونو بنديز ولګاوه.
دا اعلان نن سې شنبه( اکتوبر ۲۹مه) د کریکټ نړيوالې شورا (ICC) له خوا په يوه اعلاميه کې وشو.
د یادې شورا په خبر پانه کې راغلي دي چي شکيب الحسن په دوو کلونو بنديز مجازات شوی وو، خو يو کال له هغه وروسته ورته وبخښل شو، چي هغه درې تورونه ومنل.
شکیب الحسن منلي چي “رشوت” سره تړلو احتمالي معاملو په هکله يې پر وخت مسؤلو چارواکو ته خبر نه و ورکړی. حال دا چې د اصولو له مخي دا ډول موضوعګانې باید پر وخت مسؤلو چارواکو سره شريکې کړل شي.
شکيب الحسن په خپل غبرګون کي ويلي:” له دې امله ډېر غمجن يم چې د خپلې خوښې له لوبې (کريکټ) بند شوی يم. خو نوموړي ویلي چي تر بنديز وروسته به بېرته د (ICC) سره خپلې همکارۍ ته په مينه ادامه ورکړي او د ځوانو لوبغاړو په روزنه او پوهاوي کي به مرسته وکړي.
د کریکټ نړيوالي شورا د مشر “اليکس مارشال” په وينا چې د پلټنو پر وخت شکيب الحسن بشپړه همکاري ورسره کړې. د یاد بنديز له مخې نوموړی د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر مياشتې تر ۲۹مې نېټي پوري د لوبيدو اجازه نه لري.



