کندز: د طالبانو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، اته نور يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)

د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر يوې پوستې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په اختر تپه سيمه کې ترسره شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه د نيول شويو پوليسو انځورونه خپاره کړي زياتوي اته تنه نيول شوي او پنځه تنه نور وژل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د جګړې په پايله کې يوولس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د کندز سيمه ييزې امنيتي سرچينې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو بريد تاييدوي چې په وينا يې د دوی اړيکې ورسره پرې شوي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې طالبانو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د دولت پر نظامي تأسياتو بريدونه زيات کړي چې ورسره د عسکرو، پوليسو، ملي اردو او کومانډو ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button