امريکا؛ د پوهنتون د شاګردانو په فراغت غونډه بريد شوی

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧ لړم ، ١٣٩٨ل)

په امریکا کې د پوهنتون د فارغانو له خوا په جوړه شوې فراغت غوڼډه وسله وال برید شوی دی. پيښه تکساس ایالت کې رامنتځته شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوى او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

د تکساس د پولیسو ویلي‌ چې د یاد ایالت د “ګرین ویل” په ښار کې د “تکساس اس ای ایند ام پوهنتون” ترڅنګ د ځوانانو له خوا دفراغت په وياړ غونډه جوړه شوې وه چې وسله وال برید پرې و شو چې په پايله کې يې دوه تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا غوڼډه د یاد شوي‌ پوهنتون د فارغانو لخوا د خپل فراغت د لمانځولو په موخه جوړه شوې وه.

پولیسو د ياد برید په اړه د ډيرو مالوماتو له ورکولو ډډه کړې . د یو سیمه ایز تلویزیون خبریال بیا ویلي‌ دي‌ چې پولیس فکر کوي‌ په دې برید کې به د اتومات وسلې څخه کار اخیستل شوی وي.

مربوطه مطالب

Back to top button